په عراق کې د کال ٢٠٠٥ ورسته وړمبي پارلیماني انتخابات د اتوار په ورځ ترسره شول. که څه هم د ووټونو ورځ تشدد ځپلې وه خو انتخابات په هیواد کې د جمهوریت د راتگ د پاره یو مهم امتحان گنړلی کیږي.
د ووټ اچونې په ورځ د هیواد په بیلا بیلو برخوکې تشدد ٣٨ تنان اوژل.
 ووټونه د اتوار په مازدیزگر اوتړلی شول خو ملگري ملتونووايي نتائج به څو ورسته معلومیږي. په انتخاباتو کې موجوده وزیراعظم نوري المالکي د سني اود کرد حریفانو لخوا د سختې مقابلې سره مخ دی.
داسې نه ښکاره کیږي چې یوه ډله به هم په انتخاباتو کې غوثه گټه ترلاسه کړی شي چې ښاي راتلونکی حکومت به د بیلا بیلو گوندونو په ایتلاف جوړیږي.
د راتلونکې حکومت د واک د لاندې به امرېکاي عسکر هم عراق نه انخلا پوره کوي چې نیټه يي د سږ کال تر اخره پورې ده. د امریکې صدر باراک اوبامه د عراق خلکو ته د ووټونوپه ترسره کیدومبارکې وړاندې کړې ده.
د ووټ اچونې په ورځ د تشدد یوې پیښې په هکله دعراق د کورنو چارو وزارت اویل چې د سرښار بغداد په یوه ودانۍ کې د چاؤدنې له امله ١٢ کسان اوژل شول او اته نور زخمیان شول.
ددې وړاندې، د ووټونو د شورو کیدوې په وخت یوه بله چاؤدنه کې څلور تنان وژلی شول. اته نور تنان د بغداد په نورو چاؤدنو کې اوژلې شول.
د بغداد د سخت گامونو تر لاندې گرین زون برخه چرته چې د پارلیمان ودانۍ سره سره د امریکا او برطاینه سفارتخانې هم دي په شمول د ښار په بیلا بیلو برخو کې د مارټرو حملې هم شوې دي. ویل کېږي چې زیاتره حملې د سني اکثریتي علاقو نه شوې دې.
خو دتشددد پیښو باوجود، د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه، په پولنگ سټیشنونود ووټ اچونکو لوې لوې قطارونه لیدلی کیدل.
انتخاباتو کې برخه اخستلو د پاره ١٩ ملینه یاڅه کم دوه کروړه ووټران درج کړی شوې وو او انتخاباتو کې د امیدوارانو ٦٢٠٠ وه چې د پارلیمان ٣٢٥ څوکو د پاره په زغل کې شامل وو.
په گرد هیواد کې د ووټونو د پاره سخت امنیتي گامونه اخستل شوې وواو په زرگونو پولیس او عسکر پرځاې کړی شوې وو چې په سړکونو او کوڅو کې يي گزمې کولې. د اتوار په ورځ حملو کې بغداد نه علاوه په نورو سیمو کې هم د ووټ اچونې مرکزونه په نخښه کړی شوې وو.
د الاقاعدې سره تړلې تنظیم، د عراق اسلامي ریاست، دړکه کړې وه چې که څوک هم په ووټونو کې برخه اخلي نو د مرگ سره به مخ کیږي.
په ووټونو کې د وزیراعظم نورې المالکي سیاسي ایتلاف په شمول درې مهم شیعه اتحادونه برخه واخستله . د نوري المالکي د قانوني ریاست په نومې ایتلاف کې یو شمیر وړې سني ډلې هم شاملې دي.
د ووټونه وړاندې خپله وینا کې نوري المالکي اویل چې د عراق ښه راتلونکی د قانون  احترام ته اړتیا لري چې مناسب نظام او دادارو جوړول یقني کړی شي.
د نوري المالکي د مخالف ایتلاف مشري پخوانی وزیراعظم ایاد الاوي کوي، څو ک چې په مذهبي توگه اذاد خیاله دی او خپل ایتلاف کې سنیان، عیسایان، کرد او د ترکمن قامونو سیاسي مشران لري. د هغه په ډله کې مشهور سني سیاسي مشراو نائب صدر طارق الهاشمي هم شامل دی.
 په انتخاباتو کې برخه اخستونکي دریمه ډله عراقي قامي اتحاد دی چې مشري يي  امریکا مخالف مقتدا الصدر کوي. هغه د ایران سره نزدې تعلقات لري.
د ووټونو د څارنې د پاره د ملگرو ملتونو او د عرب هیوادونو اتحاد یا عرب لیگ استازي په هیواد کې موجودي. ددې سره سره دوه لاکه عراقي څارنه کونکي هم پرځای کړی شوې وو.