دترکي دچارواکو وينا ده نن دگل په سحر په ختيزه ترکي کې ديوې راغلې سختې زلزلې له امله لږ ترلږه ٥٧ کسان وژل شوي دي او د١٠٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي.
په ريکټر سکيل ددغه زلزلې شدت ٦ او دزلزلې مرکز بسيورت قراکوکين سيمه کې دځمکې لاندې ١٠ کلو ميټره ښودل کيږي.
دزلزلې دجړقونو له امله په گڼ شمير کې خلک دخپلو کورونو څخه بهر راووتل او راپورونه وايي امدادي کارکوونکو په سمدستي توگه دخلکو دژغورنې لپاره هلې ځلې پيل کړي دي.
راپورونه په ډاگه کوي چې تر ټولو ستر زلزله ځپلې سيمه اوکولر دى چرته چې ١٧کسان وژل شوي او دخلکو گڼ شمير کورونه په مکمل ډول له مينځه تللي دي.
په ترکي کې له دې وړاندې هم دغه رقم زلزلې راغلي دي په کال ١٩٩٩ء کې دترکي دننه دراغلو دوؤ زلزلو له امله خواؤشا ١٨٠٠٠ کسان وژل شوي وؤ.

