په سپینه مانړۍ کې د میرمنو نړي واله ورځ نما نځلو په مناسبت یوې دستورې ته وینا کې د امریکې صدر باراک اوبامه ویل چې د خپلو حقوقو د حاصلولو دا پاره د امریکې میرمنو د اوږدې مودې راهسې کوششونه کړې دي.
هغه اویل کې څه هم زنانه ؤ حقوقو ترلاسه کولو کې پرمختگ کړې خو دوي په دې لاره کې د مشکلاتو سره هم مخ شوې دي.
 هغه اویل که د امید نه ډک تارېخ باندې د غور په مهال د موجوده وخت حقائقو ته اوکتلی شي نو اوس هم په امریکا کې میرمنې د بې انصافۍ او مشکلاتو سره مخ دي.
دستورې ته دښاغلي اوبامه میرمن میشیل اوبامه هم وینا اوکړه او وې ویل چې په دې موقع دې هاغه نه معلومه زنانه هم په یاد کې اوساتلې شي چا چې په خاموشۍ او گمنامۍ کې د زنانه ؤ د برابروالي او حقوقو د پاره قربانۍ ورکړې.
هم د میرمنو نړي والې ورځ په مناسبت د انساني حقوقو ادارې ایمنسټي انټرنیشنل ویلې چې زنانه نه یواځې په غریبو هیوادونو کې د جنسي زورزیاتي سره مخ کیږي بلکه په مخکښې تللی اروپايي سیمو کې هم میرمنې د داسې قسمه پیښو سره مخ کیږي او انصاف ترلاسه کولو کې مشکلات لري.
ویډني براؤن په ایمنیسټي انټرنیشنل کې د نړي وال قانون او پالیسۍ یا تگ لارې مشره ده.
هغه وايي دوې غوښتل چې ووښاي میرمنې چې د کومو مشکلاتو سره مخ دي هغه په مخکښې تللې اوپه هغه هیوادونو کې هم وجود لري چرته چې میرمنو ته زیات برابر والی ورکړی شوې دی.
په دوو مختلفو رپورټونو کې ایمنیسټي انټرنیشنل په کمبوډیه، ډنمارک، فنلینډ، ناوری او سویډن کې زنانه ؤ سره د جنسي زورزیاتي پیښو ته کتنه کړې ده.
ایمنیسټي وايي څیړنه ښايي چې هر هیواد مختلف قوانین لري خو د ټولوهیوادونو په قوانینو کې داسې کمی موندلی کیدی شي چې دجنسي زورزیاتي ښکار زنانه ؤ د انصاف ترلاسه کولوهڅو کې خنډان را ولاړه وي.
ایمنیسټی وايي د شمالي اروپا هیوادونو کې که زنانه پولیس ته د زیاتي څه شکایت اوکړي هم نو ددې خبرې امکان ډیر لږوي چې مقدمه به يي کوم عدالت ته وړاندې کړی شي.
په کمبوډیه کې چارواکي وايي چې د زنانوو سره د جنسي زورزیاتي پیښې په زیاتیدو دي خو ایمنسټي وايي چې د څارني  نظام دنشوالي په وجه ډیرې داسې پیښې نه رپورټ کیږي او پټې پاتې شي. اداره وايي په پولیسو او عدالتونو کې د میرمنو خلاف د تعصب په وجه د جنسي زورزیاتي ښکار میرمنې اکثرد انصاف حاصلولو نه محرومه پاتې شي.
د ایمنسټي انټرنیشنل ویډني براؤن وايي چې زنانه ؤ سره د جنسي زورزیاتي مسله یواځې په هاغه سیمو کې نه ده چرته چې جنگونو کیږي.
هغه وايي داخبره هم باید اومنلی شي چې په عام ژوند کې هم د زنانوو سره د جنسي زوریاتي پیښې کیږي او پکار ده چې په سیاسي کچه ددې د مخنیوي د پاره گامونه پورته کړی ‍شي.
ویډني براؤن وايي چې په جنگونو کې د جنسي زورزیاتی پیښو کې څه کمی نه دی لیدلی شوی او میرمینو خلاف داسې زورزیاتی اوس هم په جنگونو کې د الې په توگه استعمالیږي.