د پاکستان دصوبه سرحد په مانسهره سيمه کې ديو امريکائي امدادي تنظيم په دفتر دشورو په سحر وسله والو جنگيالو په بريد کې لږ ترلږه پنځه کسان وژل شوي دي.
دځايې پوليسو يو مشر وقار احمد وائس اف امريکا ته وويل وسله وال کسان په اوگي تحصيل کې موجود ددغه ادارې ودانۍ ته دننوتلو څخه سمدستي وروستو په خودکاره وسلو او لاسي بمونو سره پردننه موجودو کسانو بريد وکړو.
په وژل شوؤ کې دوه ښځې هم شاملې دي او 5 کسان سخت ژوبل شوي دي.
خو دورلډ ويژن نومې ددغه ادارې يو وياند پخلى کړى دى چې په وژل شوؤ کې دعملې څلور پاکستاني ملازمان شامل دي.
دعيني شاهدانو له مخې د وسله والو جنگيالو دبريد څخه سمدستي وروستو دپيښې ځايې ته پوليس ورسيدل ددواړو خواؤ ترمينځ تر څه وخته نښته روانه وه.
پوليس وائي ددواړو خواؤ ترمينځ دډزو په ترڅ کې بريدکوونکي په نزدې ځنگلونو کې پټ شوي دي او دهغوي دلټولو هڅه کيږي.
دورلډ ويژن دويب پاڼې له مخې دغه تنظيم يوه عيسائي امدادي اداره ده چې دماشومانو، ښځو او ټولو مذهبونو سره دتعلق لرونکو دغربت او ناانصافۍ ښکار خلکو دپرمختيا او خيرښيگړې لپاره کار کوي.
په مانسهره کې په کال 2008م کې دبرطانيې په يو غيرسرکاري تنظيم پلان انټر نيشنل په دفتر هم دتندلارو بريد کې څلور ځايې غړي وژل شوي وؤ او وداني ئې داور دلگيدو له امله ړنگه شوې وه.
دمانسهرې په گډون دپاکستان په شمالي سيمو کې دپاکستان دننه دکال 2005ء دراغلې خونړۍ زلزلې څخه وروستو گڼو ځائي او غيرملکي تنظيمونو په دغه ضلع کې خپل دفترونه پرانستي وؤ، خو دپلان انټرنيشنل په دفتر دبريد څخه وروستوامدادي تنظيمونو خپلې هلې ځلې اودرولې وې او اکثرو غيرملکي امدادي ادارو په سيمه کې موجود خپل دفترونه نورو ځائيونو ته منتقل کړي وؤ.

