د پاکستان  دکرکټ بورډ په نامتو لوبغاړو محمد يوسف او يونس خان نامعلومه وخت لپاره او  دوؤ نورو لوبغاړو شعيب ملک او رانانويدالحسن ديو کال لپاره بنديز لگولې دی.
دغه پريکړه وروسته له هغې وشوه چې دپاکستان دکرکټ ټيم داسټراليا په ضد په ټيسټ سيريز کې په درې ،صفراو په ون ډى سيريز کې په پينځه،صفر ماتې خوړلې وه او په يواځيني ټوئنټي ټوئنټي يا دشلو اوورونو په ميچ کې هم دپاکستان ټيم  دماتې سره مخ شوى ؤ.
  دپاکستان دکرکټ بورډ له مخې دپلټنو کميټۍ ټول سفارشونه منظور کړل شوي دي، دمحمد يوسف  او يونس خان دخپل مينځي جگړو له امله دکرکټ ټيم کارکردگی اغيزمن شوي دي چې ددې په وجه په دغو دواړو لوبغاړو نامعلومه وخت لپاره بندیز لگول شوې دی.
همدغه اسټراليا ته دکرکټ په غرض دسفر په مهال دنظم وضبط څخه په سرغړونه په شعيب ملک او رانانويدالحسن هم ديو کال لپاره  پابندي لگول شوې ده.
دپاکستان دکرکټ ټيم يو بل نامتو لوبغاړي شاهد افريدي دکرکټ دلوبې په مهال  بال خراب کړى ؤ چې له دې امله پرې 30 لکه روپۍ جرمانه ولگول شوه.
په دوؤ نورو لوبغاړو کامران اکمل ديرش لکه او عمر اکمل شل لکه روپۍ جرمانه ايښودل شوې او دکرکټ په لوبه کې دهغوي  د کارکردگی دشپږو مياشتو لپاره جاج اخستل کيږي.