پاکستان او افغانستان دترهگرۍ په ضد جگړه کې دهمکارۍ دپراخولو په ترڅ کې دغه  يو شريکه جگړه گرځولى دى.
ددواړو هيوادونو ترمينځ دترهگرۍ دمعاملې په اړه درايې دغه يو والى په اسلام اباد کې د افغانستان صدر حامد کرزي او دپاکستان صدر اصف زرداري تر منځ يوه ليدنه کې راغلى دى.
 ددواړو مشرانو دليدنې څخه وروسته په يوه جاري کړل شوې گډه اعلاميه کې ويل شوي دي ترهگري دپاکستان او افغانستان لپاره گډ چيلنج دى او دماضي تيروتنې به لرې کولى شي.
اعلاميه کې راغلي دي دترهگرۍ کوم سم لاسي هوارى نشته خو بيا به يې هم دختمولو لپاره جگړه روانه وي.
داعلاميې له مخې پاکستان او افغانستان په تير وخت کې دغلط فهميو دازالې او په مستقبل کې دنزدې همکارۍ او ښو اړيکو اتفاق کړى دى.
دواړه هيوادونه به دتيروخت تريخوالى هير او دترهه گرۍ او تندلاريتوب دله مينځه وړلو په غرض گډې هڅې کوي.
له دې وړاندې   دافغانستان صدر حامد کرزي دپاکستان صدر اصف علي سره وليدل.
په دغه ليدنه کې زرداري  صدر کرزي ته وويل  يواځې پوځي طاقت دترهه گرۍ دستونزې هوارى نۀ دى.
زرداري وويل پياوړى  او مضبوط افغانستان دپاکستان په گټه دى.
 نوموړي وويل  دترهه گرۍ دستونزې مقابلې لپاره دگډې همکارۍ ضرورت دى او دترهه گرۍ ختمولو پورې به جگړه روانه وي.
دهغه وينا وه اوس مهال تر ديرشو زرو پورې افغان کډوال په پاکستان کې ميشته دى چې  زر او په پرامنه طريقه يې خپل هيواد ته واپس کول غواړو.
دپاکستان صدر وويل ترهه گري دپاکستان او افغانستان دواړو لپاره چيلنج دى خو يواځې دپوځي کارروايۍ له لارې يې هوارى ممکن نۀ دى.
دهغه وينا وه په سيمه کې يو مضبوط افغانستان ليدل غواړو.
دهغه وينا وه پاکستان  دترهه گرۍ  دختمولو لپاره پخه اراده کړې ده.
همدغه راز دافغانستان صدر حامد کرزي  دافغانستان  په بياودانۍ کې په مرسته کولو دزرداري څخه دمننې کولو په ترڅ کې اړونده رابطې او تجارت ته  دودې ورکولو په ضرورت ټينگار وکړو.
کرزي وويل ددواړو هيوادونو ترمينځ  دتوانايۍ په څانگه کې دنوؤ منصوبو او سرمايه کارۍ ضرورت دى.
صدرحامد کرزى به سبا دزيارت په ورځ وزيراعظم يوسف رضا گيلاني سره هم ليدنه کوي او ددغه ليدنې څخه وروستو به دواړه مشران يو گډ مطبوعاتي کانفرنس ته وينا کوي.
صدر کرزى به  دبهرنيو چارو په هکله دقومي اسمبلۍ دقائمه کميټۍ دغړو سره هم ليدنه کوي.