د ايران صدر محمود احمدي نژاد یو ځل بیا په امریکایي ځواکونو غږ کړې چې افغانستان نه دی لړ شي ځکه چې دوي دغلته امن نه شي پرځایې کولی.
ښاغلي نژاد دغه وینا د شورو په ورځ دافغانستان پايه تخت کابل کې د افغان صدر حامد کرزي سره د لیدو وورسته په یو گډ مطبوعاتي کانفرنس کې کړی.
د ایران صدر د کابل سفر په داسې حال کې کړې چې هم د شورو په ورځ د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گېټس دافغانستان څخه بيرته خپل هيواد ته ستنيدلو.
افغانستان ته دوه ورځني سفر پایې ته رسولی.
د اونی په سر کې ښاغلي گېټس په ایران تور لگولی وو چې دوي په افغانستان کې برغه لوبه یا ډبل گیم کوي. نوموړي ویلي وو چې دوي افغانستان دولت سره د مرستو ادعا کوي خو ولی د امریکا په مشرۍ کې هغه هڅې چې غواړي افغانستان کې امن او ثبات پرځاې کړي شنډولو هڅې کوي.
تير کال داگست په مياشت کې دافغانستان دننه په لانجمنو صدارتي انتخاباتو کې دجمهوررئيس حامد کرزي په دوهم ځل دټاکل کيدو څخه وروسته احمدي نژاد کابل ته لومړی سفر وو.
هغه وويل جمهوررئيس کرزي ته يې ويلي دي افغانستان او ټولو گاونډي هيوادونو سره ښې اړيکې غواړي.
جمهوررئيس کرزي مطبوعاتي کانفرنس ته وويل مونږ خپلو ايرانيانو ورونو ته ويلي دي خپله خاوره به دگاونډيانو نۀ کاروؤ.

