د افغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دامريکايي جاسوسي الوتکو په دوو بريدونوکې لږ ترلږه 12کسان وژل شوي اؤ گڼ شميرنور ژوبل شوي دي.
دسيمې څخه سرچينوډيوه راډيوته وويل دشورو په ماښام شکمنوبې پيلوټه امريکايي الوتکود دته خيل سيمې په زيارت کلي کې دتندروه جنگياليوپه يوه ودانۍ اؤ يوگاډي باندې څو ميزائيلونه وداغل چې لۀ دې امله په دغه گاډي اور ولگيدو اؤ پکې ناست 6کسان وژل شول.
دسرچينوپه وينا کله چې دپيښې څخه وروستونور خلک دپيښې ځايې ته ورغونډ شول نوپه دغه مهال يو ځل بيا شکمنوبې پيلوټه امريکايي الوتکوپه هغوئ بريد ترسره کړو چې پکې 6 نور کسان هم ووژل شول.
تردې مهاله په ډاگه شوې نۀ ده چې په دغه بريد کې دالقاعده اؤ طالبانو کوم مهم مشران شامل دي که نه؟
په دغوبريدونوکې گڼ شميرکسان ژوبل شوي هم دي چې لۀ دې امله دمړوشميرکې د زياتوالي انديښنه شته.
شمالي وزيرستان چې دپاکستاني طالبانواؤ دافغانستان دطالبانوديومهم مشرجلال الدين حقاني د وسله والومرکزگڼل کيږي ددغه سيمې څخه وخت په وخت وسله وال ياغيان دافغانستان خاورې ته وراوړي اؤ دغلته په افغاني اؤ ائتلافي ځواکونو بريدونه کوي.
په دې وروستيوکې په شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضدد بې پيلوټه امريکايي جاسوسي الوتکوپه بريدونوکې زياته چټکتيا رامينځته شوې ده  او يوازې دروان کال دجنورۍ دمياشتې راپديخوا په دغه قبائيلي سيمه د ډرون الوتکو 18بريدونه ترسره شوي چې پکې د100ؤ څخه زيات کسان وژل شوي دي.
په دغوبريدونوکې دالقاعده اؤ طالبانو دپلوي ياغيانوترڅنگ يوشميرمهم تندلاري کمانډران هم وژل شوي دي.
دپاکستان حکومت اؤ پارلمان څه موده لۀ مخې په شدت سره ددغوبريدونو مخالفت کولوخو دډرون بريدونوکې دپاکستاني طالبانودمشربيت الله محسوداؤ دالقاعده دځينولوړ پوړو مشرانو د وژل کيدو راپديخوا په پاکستان کې دحکومت په کچ ددغوبريدونو مخالف غږ کمزورى شوى دى.
ددغوبريدونو وروستۍ لويه لاس ته راوړه به دپاکستاني طالبانودمشرحکيم الله محسودوژنه وي خوپه هغه صورت کې چې کله دډرون په بريدکې دهغه دوژل کيدوپه اړه دخپرو شوؤ خبرونو تصديق وشي.
دپاکستان حکومت اوس وخت په وخت دامريکا څخه غوښتنې کوي چې په قبائيلي سيموکې دپټو تندلارو دپه نخښه کولودپاره د ډرون ټيکنالوجي بايد پاکستان ته ورکړي  خو امريکاپه دغه هکله خپل دريځ په ډاگيزډول نۀ دى روښانه کړى .