د افغانستان جمهور رئيس حامدکرزى منلې ده چې دتندروه طالبانو سره دهغه دحکومت دجوړجاړي په تگلاره کې پاکستان  څرگنده رول لري  او دواړو هيوادونو ته به په گډ ډول دترهگرۍ په ضد گامونه اخستل وي.
 دزيارت په ورځ په اسلام اباد کې دپاکستان وزيراعظم يوسف رضا گيلاني سره گډمطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې ښاغلي کرزي وويل پاکستاني مشرانو سره يې په ليدنو کې دپاکستان له لوري افغان امنيتي ځواکونو ته دبارودو او نورو سامانونو دورکړې وړانديز منلى دى خو دافغانستان دپوځ دتربيې دوړانديز به په غور سره جاج اخستلى او وروستو به دغوڅې فيصلې څخه پاکستان خبرولى شي.
هغه وويل دافغانستان ځمکه به هيڅ کله ورانکاري دپاکستان په ضد ونۀ کاروي او دپاکستان څخه هم هيله لري چې ځمکه يې دافغانستان په ضد ونۀ کارول شي.
افغان جمهوررئيس وويل دترهگرۍ دله مينځه وړلو لپاره په گډه کار کولو ته اړتيا ده.
هغه وويل په افغانستان کې به دترهه گرو په ضد جگړه روانه وي.
حامد کرزي وويل هند دافغانستان  ملگرى  دى خو پاکستان يې ورور دى او مونږ دپاکستان څخه څوک هم نۀ شي بيلولى.
دډرون بريدونو په هکله ديوې پوښتنې په هکله کرزي وويل  ددغو بريدونو سره دافغانستان څه تعلق  نشته بلکې دا دپاکستان او امريکا معامله ده.
کرزي  وويل هيله کوي دپاکستان ځمکه به دافغانستان په ضد نۀ کارول کيږي.
د هغه  وينا وه   دپاکستان دهمکارۍ څخه پرته  پرته افغانستان کې  امن  نۀ شي راتللى.
افغان جمهوررئيس وويل يو داسې راتلونکي ته ليواله يو چرته چې ترهه گري نۀ وي
  دترهه گرۍ دمعاملې په هکله پاکستان سره دهر رقم معلوماتو راکړه ورکړه کوؤ.
کرزي وويل په دواړو هيوادونو کې بې گناه خلک دترهه گرۍ ښکار کيږي.
په دغه مهال دپاکستان وزيراعظم يوسف رضا گيلاني وويل افغانستان سره دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دهمکارۍ پراخولو پريکړه شوې ده او دترهه گرۍ په ضد جگړه به تر ختميدو روانه وي.
گيلاني وويل په راتلونکي کې دافغانستان سره ښې اړيکې غواړوسوداگريزه راکړه ورکړه به ورسره نوره هم پراخه کړو.
دډرون بريدونو په هکله  وزيراعظم وويل دجاسوسي الوتکو څخه بريدونه  دپاکستان لپاره زيانمن دي او ددغو بريدونو له امله ترهه گر يو موټى کيږي.
گيلاني وويل دډرون بريدونو له امله په قبائيلي سيمو کې دترهه گروپه مخالفت کې کمى رامينځته کيږي او په دغه هکله دامريکا دقائلولو هڅه کوؤ.
بل لوري ته جمهوررئيس حامد کرزي په اسلام اباد کې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني سره هم ليدلي.
دسرچينو له مخې په دغه ليدنه کې دپاک افغان پولې په وضعيت، دپاکستاني پوځ لخوا دافغاني ځواکونو په تربيې، په قبائيلي سيمو کې دترهه گرو په ضد په روانو عملياتو او دسيمې دامنيت په  وضعه خبرې وشوې.
دسرچينو وينا ده په دغه ليدنه کې دپاکستان په قبائيلي سيمو کې ترهه گرو ته دوسلو  او پيسو دورکړې په معامله هم خبرې وشوې.