د پيښور کورکمانډر مسعود اسلم ويلي دي دسوات دطالبانو مشر مولانا فضل الله دسوات څخه تښتيدلى او اوس مهال يې پوځ لټه کوي.
د پاکستان پوځ په لومړي ځل منلې ده چې طالب مشر مولانا فضل الله يې دولکې څخه وتلى دى.
لۀ دې وړاندې دپاکستان دکورنيوچارو وزير رحمان ملک ادعاکړې وه چې طالب مشرمولانا فضل الله پوځ سره دنښتې په مهال ژوبل شوى اؤ دپوځ په ولکه کې دى چې ډيرزربه ونيول شي خو دسوات دطالبانو مشرفضل الله ديوبرټانوي خبري اژانس سره په خبرو کې ويلي وؤ هغه روغ رمټ دى اؤ افغانستان ته اوښتى دى.
مولانافضل الله ددغه شبکې دخبريال سره دافغانستان په نمبرپه موبائيل فون خبرې کړې وې خود کورنيوچارو وزير رحمان ملک ويلي وؤ افغانستان ته دمولانا فضل الله داوښتو تصديق ځکه نه شي کيدلى چې ديو هيواد دفون نمبردبل هيواد دننه هم په رومنگ سره کار کولى شي.
په سوات کې داولسي لا ئبريرۍ دپرانستې په مهال ميډيا سره خبرو کې مسعود اسلم وويل په سوات کې به دبشپړ امنيت تر يقيني کيدو پورې پوځ موجود وي.
هغه وويل دسوات څخه دترهگرو ختمول دپاکستاني پوځ ستره کاميابي ده او په سوات کې دامن دپځايې کولو ترڅنگ پوځ په پرمختيائي کارونو کې هم برخه اخلي.
هغه وويل په سوات کې دنيول شوؤ ترهگرو څخه تپوس پوښتنې مکمل کړل شوي او ډيربه زر دترهه گرۍ دمخنيوي عدالت ته وړاندې کولى شي.

