د امريکا جمهوررئيس براک اوباما په واشنگټن کې دهيټي جمهوررئيس ريني پريوال سره ليدلي دي.
دسپينې ماڼۍ په روزگارډن کې دشورو په ورځ په شوې دغه ليدنه کې په هيټي کې دراغلې زلزلې څخه وروستو دبحالۍ دکارونو په گډون په نورو چارو خبرې وشوې.
 دجمهوررئيس اوباما لخوا دهيټي جمهوررئيس سره دغه لمړۍ ليدنه وه.
خواؤشا دوه مياشتې دمخه په هيټي کې دراغلې خونړۍ زلزلې څخه وروستو دهيټي دجمهوررئيس ددغه سفر مقصد دبحالۍ او بيارغونې په کارونو کې دامريکائي او بين المللي ورورولۍ  امداد ترلاسه کول دي.
جمهوررئيس ريني ويلي  دي دا مهال دهغه حکومت لمړى پام دې ته ګرځولى دى چې بايد دزلزلې له امله بې کوره شوې کورنۍ دبارانونو څخه څنگه وژغورل شي.
دهيټي جمهورررئيس دامريکائي حکومت لخوا دزلزله ځپلو لپاره تراوسه دورکړل شوؤ مرستو هم ستائينه کړې ده.