د پاکستان د صوبه سرحد په پيښور کې د ځانمرگي بريد په هڅه کې درې ترهگر وژل شوي او درې ماشومان ژوبل شوي دي.
د صوبه سرحد د اطلاعاتو وزیر ډیوه ریډیو سره په ځانگړې مرکه کې ویلي دغه پيښه دزيارت په ماښام دزړې باړې دامنيتي پوستې سره نزدې شوي.
ښاغلي افتخار وویل درې ځانمرگه بریدکونکو غوښتل چې د ايف سي يا مليشه ځواکونو دگاډو يو کاروان په نښه کړي خو په دغه ترهگرو باندې خپله بم وچاودیدو او وژل شوؤ .
نوموړي زیاته کړه چې په برید کې درې ماشومان هم ژوبل شوي دي.
دزړې باړې امنيتي پوسته دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ سره په پوله پرته ده او دباړې سيمې سره دنزديوالي له امله زياتره وخت دغلته تندلاري په امنيتي ځواکونو بريدونه کوي.
خيبرايجنسۍ کې دا مهال يو شمير تندروه مذهبي ډلې دحکومت په ضد فعاله او وخت ناوخت دغلته ډلې په امنيتي ځواکونو دبريدونو ترڅنگ پخپلو کې هم وسله والې نښتې کوي.
په تيرو مياشتو کې دغلته حکومت دوسله والو تندروه ډلو په ضد عمليات پيل کړي او ادعا يې کړې وه چې دتندلارو زور يې په خيبرايجنسۍ کې مات کړى دى خو اوس هم دغلته تندلاري نۀ يواځې دزرگونو په شمير کې فعاله دي بلکې دغلته دسوونو په شمير دخاصه دارو عسکرو دتندلارو دگواښ له امله خپلې دندې هم پريښودې دي.

