د پاکستان دپنجاب ايالت په سرښار لاهور کې د جمعې په ورځ پرله پسې شوو دوؤ ځانمرگي بريدونو کې د مړو شمېره 50و ته رسېدلې دی.
دغه چاؤدنې دلاهور چاوڼۍپه پوځي سيمه ار اى بازار کې شوي دي.
ژوبل کسان دتداوۍ لپاره نزدې روغتونونو ته رسول شوي او په ټولو روغتونونو کې بيړنى حالت پځايې کړل شوى دى.
وئيل کيږي په ژوبلو کې هم دزياترو حالت مرگونى دى چې لۀ دې امله دمړو شميرکې دزياتوالي انديښنه ده.
تردې دمه کومې ډلې ددغه بريد مسوليت په غاړه نۀ دى اخستى خوپوليس وايي چې دپيښې دځايې څخه يې د دواړو ځانمرگوسرونه ترلاسه کړي دي.
په لاهور کې دپوليسو يو مشر چوهدري شفيق ميډيا سره په خبرو کې وويل دغه پيښه هاغه مهال رامينځته شوه کله چې په سيمه کې دوؤ ځانمرگي بريدکوونکو چې په ځان پسې يې چاؤديدونکي مواد تړلي وؤ دپوځيانو دگزمو دگاډو سره نزدې ځانونه والوځول.
هغه وويل دواړه ځانمرگي پيدل ؤ او دغه دواړه بريدونه يواځې د15ؤ سيکنډو په دمه ترسره شوي دي.
دپوليس چارواکو له مخې په دغو چاؤدنو کې په زياته پيمانه مرگ ژوبله ځکه اوښتې ده چې دځانمرگي بريدونو په مهال په زيات شميرخلک دجمعې دنمانځه لپاره جوماتونو ته روان وؤ.
دبمونو شنډونکي پوليس وايي په دغو دواړو پيښوکې لږ ترلږه لس لس کلوگرامه بارود کارول شوي دي.
دعيني شاهدانو وينا ده دغو بريدکوونکو لمړى په امنيتي ځواکونو لاسي بمونه وغورځول او وروستو يې ځانونه والوځول.
دچاؤدنو څخه وروسته امنيتي ځواکونه دپيښې ځايې ته ورسيدل، ټوله سيمه يې پخپله ولکه کې واخسته او دپوځي چاوڼۍ په لوري غځيدلې ټولې لارې يې تړلي دي.
دپاکستان جمهور رئيس اصف علي زرداري اؤ وزيراعظم يوسف رضاگيلاني ددغوپيښو په سختو ټکوکې غندنه کړې ده اؤ وئيلي يې دي ترهگر په دغسې ناوړه فعاليتونوسره هيواد بې ثباته کول غواړي.
بايد وويل شي لۀ دې پيښې وړاندې په لاهور کې په اتم مارچ داستخباراتي شبکې په دفتر ترسره شوي ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه 12 کسان وژل شوي او د60ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي وؤ.
په لاهور کې تير کال ترسره شوؤ 6ؤ بريدونو کې 110 کسان وژل شوي وؤ.
ددسمبر په 7مه نيټه دلاهور په مون مارکيټ کې پرله پسې دوؤ بمي چاؤدنو کې 49 کسان وژل شوي وؤ او دغلته په گڼ شمير کې دوکانونه هم تباه شوي وؤ.
پاکستاني چارواکي داړي گړي ددغو پيښو پړه په طالب جنگيالو اچوي او وايي دغه رقم بريدونه په قبائيلي سيمو کې دتندلارو په ضد دروانو عملياتو غبرگون کيدلى شي.
ديو راپور له مخې دکال 2007ء دجولا ئي دمياشتې څخه دپاکستان په بيلا بيلو برخو کې ترسره شوؤ ځانمرگي بريدونو او داړي گړي پيښو کې 3000 کسان وژل شوي دي.
دچارواکو وينا ده سږ کال په پاکستان کې دغه رقم بريدونو کې کمى دمهمو طالبانو کمانډرانو دوژنو او په قبائيلي سيمو کې دتندلارو په ضد دبرياليو عملياتو څخه وروستو راغلى دى.

