د بشري حقونو په اړه دامريکا دخارجه محکمې په راپور کې ويل شوي دي دپاکستان دننه په کال 2009م کې که هر څو حکومت يو څه ګټور ګامونه اخستي خو دهغې باوجود هم دانساني حقونو مجموعي وضعيت خراب ؤ.
دراپور له مخې په دغه لړ کې مهمې سرغړونې دمحکمې څخه په شا کيدونکې وژنې، اړى ګړى او دخلکو په پټه توګه ورکيدل او په قبائيلي سيمو کې دايف سي ار يا فرنټئير کرائمز ريګوليشن له مخې مجموعي سزا هم دمهموستونزو په توگه پاتې شوي دي.
دراپور له مخې په پاکستان کې دذمه وارو خلکوپه ضد مقدمو او کارروائيو کې دځنډ له امله دسزا څخه دبالاکيدو کلتور وده کړې ده او په غيرقانوني توګه دخلکو په بند کې ساتل او دزندانونو خراب وضعيت سترې ستونزې دي.
راپور کې ويل شوي تيرکال دپاکستان په حکومت او پوليس کې درغلۍ روانې وې او دسرکار لخوا دمخنيوي کوټلې هڅې نۀ وې شوې.
همدغه راز جنسي تيري،دکورونو دننه وهل ټکول،دغيرت په نوم وژنې، په ښځو زياتي کول او امتيازي قوانين هاغه معاملې وې چې له امله يې نۀ يواځې ميرمنې اغيزمنې شوي بلکې ورسره په پاکستان کې داقليتونو ازادي هم تروړل شوې او دغه شان انساني حقونه پامال شوي وؤ.
په دغه راپورکې په پاکستان کې دانسانانو په تښتونه، په ماشومانو کارونه کول، په زوره کارونه او دمزدورانو حقونو ته په درناوي نۀ لرلو دانديښنې څرګندونه شوې ده.
دخارجه محکمې دجاج له مخې تير کال په فاټا او دصوبه سرحد په قبائيلي سيمو کې دپوځي عملياتو په مهال 1150 اولسي وګړي وژل شوي او دتندلارو په بريدونوکې 825 کسان وژل شوي وؤ.
همدغه راز په فرقه ايزو پيښو کې هم 1125 کسان وژل اؤ د65ؤ څخه زياتو ځانمرګي بريدونو کې 970 کسان وژل شوي وؤ.
دامريکا دخارجه محکمې راپورکې په قبائيلي او دصوبه سرحد په سيمو کې دجګړې له امله دکال داخرې پورې دبې کوره شوؤ کسانو شميره 12 لکه ښودل شوې ده.

