د پاکستان دسندهـ ايالت په کراچۍ ښار کې دزيارت په ورځ وژل شوى دعالمي مجلس تحفظ ختم نبوت (ص) مشر مولانا سعيد احمد جلال پوري او دهغه سره نور وژل شوي درې کسان دجمعې په ورځ په کراچۍ کې خاورو ته سپارل شوي دي.
دهغوي دجنازې نمونځ په جامعه بنوري ټاؤن کې وکړل شو.
پوليس او عيني شاهدانو ويلي مولانا سعيد احمد جلال پوري دزيارت په ورځ په کراچۍ کې دسچل تاڼې په حد گلزار هجري کې دجومات دننه دوينا څخه وروستو خپل کور ته راروان ؤ چې دالفا سکول سره نزدې  په موټر سائيکلو ناستو څلورو وسله والو په هغوي ډزې وکړې.
په دغه ډزو کې مولانا سعيد احمد جلال پوري ، دهغه زوې عمرخزيفه جلالپوري، زوم فخرالزمان او ډرائيور عبدالرحمان وژل شوي وؤ.
په کراچۍ کې دتيرو څو مياشتو راهسې داړي گړي پيښو کې زياتوالى رامينځته شوى او دبمي چاؤدنو او ځانمرگي بريدونو ترڅنگ اوس دغلته دمسلکي اختلافونو په بنياد هم نښتې رامينځته کيږي.
دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک دجمعې په ورځ خبريالانو سره په خبرو کې دکراچۍ اوسنۍ پيښې دفرقه ايزو فسادونو سازش گرځولى او ائي ايس او ،سپاه صحابه او سپاه محمد ته يې خبردارى ورکړى چې که په راتلونکي کې دغه رقم پيښې تکرار شي نو هيچا ته به بيا بخښنه ونۀ کړل شي.
هغه وويل لمړى په کراچۍ کې دبريلوي او ديوبندي مسلکونو او بيا دشيعه او سُني مسلمانانو ترمينځ داړي گړي پيدا کولو هڅې وشوې.
دهغه وينا وه دهرفکر لرونکي علماء په دغه سازش پوهه شوي دي.
نوموړي وويل ورانکارو ته به اجازه ورنۀ کړل شي چې دهيواد دننه په بيلا بيلو نومونو اړى گړى رامينځته کړي.
بل لوري ته په کراچۍ کې دوژل شوي مفتي سعيد او دهغه دملگرو دوژنې په ضد جمعيت علماء اسلام دخالي په ورځ په ټول سندهـ کې دکاربنديز يا هړتال اعلان کړى دى.
دجمعيت علماء اسلام نوميالي مشر قاري عثمان په کراچۍ کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دسندهـ داوسيدونکو څخه غوښتنه وکړه چې هغوي.