د پاکستان دصوبه سرحد د سوات په سرښار مينگوره کې دخالي په سحر يو ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه 13 کسان وژل شوي او50 ژوبل شوي دي.
په وژل شوؤ کې دوه پوځيان درې پوليس هم شامل دي.
دځايې پوليسو وينا ده ځانمرگي يو سرکاري ودانۍ ته دننوتلو هڅه کوله چې پوليسو او نورو پوځيانو به کاروله، خو په بهرنۍ پوسته چې څنگه ولاړو عسکرو دغه ځانمرگى ددننه تللو څخه منعې کړو نو هغه په ځان پسې تړلي چاؤديدونکي مواد والوځول.
په دغه ځانمرگي بريد کې تر 14ؤ کلو گرامو پورې بارود کارول شوي دي او دچاؤدنې له امله نزدې ودانيو ته هم سخت زيان رسيدلى دى.
په دغه چاؤدنه کې په گڼ شمير کې گاډو باندې اور ولگيدو او 5 گاډي په بشپړ ډول تباه شوي دي.
ژوبل کسان دتداوۍ لپاره دسيدو شريف روغتون ته رسول شوي او په سيمه کې امدادي هلې ځلې روان دي.
دځانمرگي بريد څخه وروستو امنيتي ځواکونو ټوله سيمه پخپله ولکه کې اخستې او دعيني شاهدانو له مخې دپيښې څخه وروستو دسيمې ټول بازارونه او دوکانونه تړل شوي دي.
په تيرو 24ؤ ساعتو کې دپاکستان دننه دغه دریم ځانمرگى بريد ؤ، له دې وړاندې دلاهور په ار اى بازار کې دجمعې په ورځ پرله پسې دوؤ ځانمرگي بريدونو کې دوژل شوؤ کسانو شميره د50ؤ څخه اوښتې ده او خواؤشا 100 کسان ژوبل دي.
نن دخالي په ورځ په دغو ځانمرگي بريدونو کې دوژل شوؤ کسانو جنازه دلاهور په بيلا بيلو ځائيونو کې وکړل شوه.
ددغو بريدونو هدف دپوځي گاډو يو کاروان ؤ او چارواکي وائي په دغو بريدونو کې خواؤشا 10 پوځيان هم وژل شوي دي.

