د صوبه سرحد داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين ويلي دي  دا مهال په ټول هيواد کې ترهه گر خوارۀ شوي دي خو امنيتي ځواکونو په ملاکنډ سيمه کې دتندلارو ملا ماته کړې ده.
په پيښور کې يوې دستورې ته  وينا اؤ ميډيا سره خبرو کې ميا افتخار وويل ترهگر دې وسله په ځمکه کيږدي او حکومتي واک دې ومني او کۀ دغسې وکړي نو بيا ورسره خبرې اترې کيدلى شي.
هغه وويل  کله چې په سوات کې دعملياتو څخه وړاندې هغوي دتندلارو سره خبرې پيل کړې نو ځانمرگي بريد کوونکي دحکومتي استازو شاته ولاړ وؤ.
ميا افتخار وويل ترهگرو خپل عدالتونه پرانستي وؤ، خلک يې په کوړو ووهل، ښځې يې دغنيمت مال وگڼلو او په يو بل يې وويشلې.
داطلاعاتو وزير وويل دتندلارو په ضد دروانو عملياتو په مهال دخبرو اترو خبره ترهه گرو ته دخوندي لارې ورکولو مترادف ده.
نوموړي وويل ترهگر دټول انسانيت دښمنان دي او په ضد به يې هلې ځلې روانې وي.
هغه وويل په کوم ځايې کې چې هم ترهگر موجود وي په ضد به يې عمليات کولى شي.
ميا افتخار وويل  دملاکنډ څخه مو ټول ترهه گر له مينځه وړي او لږ ډير پاتې ترهه گر په پټه ژوند تيروي.