د افغانستان دکورنيو چارو وزارت وائي په ارزگان ولايت کې دسړک دغاړې يوه بمي چاؤدنه کې لږ ترلږه شپږ اولسي وگړي وژل شوي دي .
د کورنيو چارو زارت پخپل يو بيان کې ويلي دي دغه پيښه دارزگان ولايت په مرکز ترين کوټ کې هاغه مهال رامينځته شوه کله چې داولسي خلکو يو گاډى تيريدلو، دوزارت له مخې چاؤدنه کې يو تن ژوبل شوى هم دى.
بل لوري ته دبادغيس دپوليسو مشر سيد احمد سميع خبريالانو ته ويلي دي دلويديز بادغيس په مقر اولسوالۍ کې دوه تندلاري هاغه مهال پخپله چاؤدنه کې وژل شوي کله چې هغوي دسړک په غاړه ديو بم دښخولو هڅه کوله.
دافغانستان په بيلا بيلو برخو کې دسړک دغاړې بمونه طالب جنگيالي دنړيوالو او افغاني پوځيانو په نخښه په غرض ښخوي خو په دغو چاؤدنو کې زياتره اولسي وگړي وژل کيږي.
دوه ورځې دمخه هم دکاپيسا ولايت په تگاب اولسوالۍ کې دسړک دغاړې يوه بمي چاؤدنه کې دڅلورو ماشومانو په گډون پنځه کسان وژل شوي وؤ.
په افغانستان کې دتيرې څه مودې راهسې دسړک دغاړې په بمي چاؤدنو او په افغاني او ائتلافي ځواکونو بريدونو کې زياته اضافه شوې ده او يواځې تير کال په دغه هيواد کې 2400 اولسي وگړي دناامنۍ په پيښو کې وژل شوي چې پکې 350 ماشومان هم شامل دي.

