چارواکي وائي دپاکستان په قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې پاکستاني پوځيانو دجيټ الوتکود لارې دتندلارو شکمنې ځالې په نخښه کړي چې نهه تندلاري وژل شوي دي.
 په سيمه کې يو انتظامي چارواکي  ښائسته اکبر خبريالانو ته ويلي دي امنيتي ځواکونو دجيټ الوتکو له لارې داورکزۍ په  غونډ ميله کلي کې دتندلارو په شکمنو ځالو گوله باري کړې ده.
هغه وويل ددغه بمبارۍ له امله ١٦ تندلاري وژل شوي او دتندلارو درې ځالې په بشپړ ډول له مينځه تللي دي.
له دې وړاندې يو بل حکومتي چارواکي  رشيد خان وويل دامنيتي ځواکونو لخوا دپه نخښه کړل شوؤ تندلارو دځالو څخه يوه ځاله دځايې طالب کمانډر اسلم فاروقي هم شامله ده، خو نۀ دۀ په ډاگه شوې چې ايا فاروقي هم په وژل شوؤ تندلارو کې شامل دى که نه هغه ددغه بمبارۍ څخه ژوندى وتلى دى؟
دازادو سرچينو څخه ددغه حکومتي ادعا په هکله پخلى نۀ دى شوى
په اورکزو ايجنسۍ کې دتندلارو په ضد دغه عمليات  وروستو له هغې ترسره شول چې دتيرو دريوؤ ورځو په مهال دپاکستان په لاهور او کراچۍ کې دطالب جنګيالو لخوا ترسره شوؤ ځانمرګي بريدونو کې خواؤشا دلسوؤ پوځيانو په ګډون خواؤشا ٧٠ کسان ووژل شول او تر ١٥٠ؤ پورې کسان په دغو بريدونو کې ژوبل شوي هم دي.
اورکزو ايجنسي په بنيادي توگه دپاکستاني طالبانو دمشر حکيم الله محسود مرکز گڼلى شي او چارواکي وائي حکيم الله محسود سږ کال دجنورۍ په مياشت کې په شمالي وزيرستان کې دډرون په يو بريد کې وژل شوى خو طالبان  دهغه دوژنې څخه انکار کوي.
طالبانو دخپل مشر دډرون دبريد څخه دژوندي وتلو په هکله  دخپلې ادعا دپخلي په اړه کوم ثبوتونه نۀ دي وړاندې کړي.