افغان چارواکي وايي دجنوبي افغانستان په قندهار ولايت کې څلورو ځانمرگي بريدونو کې لږ ترلږه ٣٥ کسان وژل شوي دي.
داتوار په ورځ دقندهار والي خبريالانو سره په خبرو کې ددغه ولايت دننه دامن وامان په خراب وضعيت دقابو موندلولپاره دنورو افغان او ناټو ځواکونو دگمارلو غوښتنه کړې ده.
دقندهار د ولايتي شورا مشر احمدولي کرزي خبريالانو ته ويلي دخالي په ورځ دترسره شوؤ دغو بريدونو هدف يوه بندي خانه وه چې په کال ٢٠٠٨م کې پرې هم بريد شوى ؤ.
هغه وويل يو بريد دهغه دکور سره نزدې شوى دى.
دچارواکو وينا ده په دغو بريدونو کې پوليس هم وژل شوي دي او خواؤشا ٥٠ کسان ژوبل شوي هم دي.
بل لوري ته داتوار په ورځ قندهار ولايت کې دپاکستان دقونصل خانې سره نزدې دسړک دغاړې يوې بمي چاؤدنې کې يو پاکستانى مزدور وژل شوى اوشپږ نور ژوبل شوي دي.
په سيمه کې دپوليسو يو مشر محمد اصف خبريالانو ته ويلي دي دقندهار په ختيزه برخه کې دپاکستاني گلکارانو يو گاډى تيريدلو چې په دغه مهال پرې دسړک دغاړې چاؤدنه وشوه.
ددغو مزدورانو تعلق هم دهاغه تعميراتي کمپنۍ سره ښودل کيږي چې پنځه نور پاکستاني کارمندان يې تيره اوونۍ هم دقندهار په يوه سيمه کې په موټر سائيکل سپرو دوؤ نامعلومو وسله والو په خودکاره وسلو سره وژلي وؤ.
تراوسه کومې تندروه ډلې په دغو پاکستاني وگړو دبريدونو مسؤليت په غاړه نۀ دى اخستى.
طالب جنگيالي په عامه توگه په افغان حکومت، غيرملکي پوځيانو دهغوي په پلويانو دبريدونو دمسؤليت ادعا کوي خو هغوي په افغانستان کې کارکوونکي پاکستانيان ډير کم په نخښه کوي.

