دافغانستان  دکورنيو چارو وزارت  ويلي دي افغان ځواکونو نن دگل په ورځ دپاکستان پولې ته نزدې په پکتيکا ولايت کې هاغه پنځه ځانمرگي بريد کوونکي وژلي چې غوښتل يې حکومتي ودانۍ او يو بازار په نخښه کړي.
دکورنو چارو وزارت یو بيان وايي دپکتيکا ولايت په برمال سيمه کې پنځوؤ ځانمرگي بريد کوونکو  دگڼو ځائيونو په نخښه کولو هڅه وکړه خو هغوي په دغسې کولو کې ناکام شول.
بيان زياتوي دغو ځانمرگي بريد کوونکو چې په بيلا بيلو قسمو وسلو سمبال وؤ خپلو هدفونو ته درسيدلو څخه وړاندې ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت وائي درې ځانمرگي بريد کوونکي دپيژندگلو څخه وروستو په ډزو سره ووژل شول او دوه نور هم دپوليسو سره دلږ ساعت جگړې څخه وروستو ووژل شول.
په دې وروستيو کې دافغانستان په بيلا بيلو برخو کې دتندلارو لخوا دامريکا ملگري افغان حکومت کمزوري کولو په غرض ځانمرگي بريدونو کې زياتوالى راغلى او دخالي په ورځ هم دافغانستان په قندهار ولايت کې په څلورو ځانمرگي بريدونو کې دپوليسو افسرانو په گډون خواؤشا ٣٥ کسان وژل شوي وؤ.
دناټو ځواکونو هم نن دگل په ورځ  پخپل يو بيان کې ويلي دي داتوار په ورځ  يې يو پوځي دگاډي په يوه پيښه وژل شوى چې ددې سره سږ کال په افداتوار په ورځ  يې يو پوځي وژل شوى چې ددې سره سږ کال په افغانستان کې کې دوژل شوؤ بهرنيو پوځيانو شميره ١٢٣ؤ ته رسيدلې ده.
 ناټو وائي نن دگل په ورځ سحر وختي دافغانستان ختيز لوري ته دامريکائي پوځيانو په ستره پوځي اډه دراکټ بريد کې يو تن وژل شوى دى.
ناټو منلې ده چې دکابل شمال لوري ته دبگرام هوائي اډه تر بريد لاندې راغلې ده خو په دغه هکله يې نور تفصيلات نۀ دي ورکړي خو دپروان ولايت دبگرام اولسوالۍ دپوليسو مشر عبدالله عادل ويلي دي دغه راکټ نن سحر څلور بجې دپوځي اډې ميدان کې راپريوتى دى.
طالبانو ددغه پيښې مسؤليت په غاړه اخستى خو ادعا کوي چې په پوځي اډه يې دوه راکټونه داغلي دي.
هم دگل په ورځ په افغانستان کې ميشتو امريکائي پوځيانو تصدیق کړى دى چې دافغانستان په جنوب کې يوه ډرون الوتکه راپريوتې ده.
دامريکا هوائي ځواکونو لخوا جاري کړل شوي يو بيان کې ويل شوي دي داتوار په شپه دغه الوتکه ددښمن دډزو له امله نۀ ده راپريوتې او په کوم ځايې کې چې دغه الوتکې راپريوتې هغه بيخي محفوظه سيمه ده.
بل لوري پوليس وائي دافغانستان په غزني ولايت کې  دسړک دغاړې يوه بمي چاؤدنه کې درې کسان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.