د امریکې نیویارک ټائمز ورځپانړه خپل یو رپورټ کې وايي چې د امریکې د دفاع وزارت یو چارواکې په افغانستان او پاکستان کې د جنگیالو د تعقب د پاره شخصي جاسوسان په کار اخته کړې وو، خو دغه گام د امریکې د قانون ممکنه خلاف ورزي کیدی شي.
د امریکې پوځي او استخباراتي چارواکو د خلې، نیویارک ټائمز وايي چې په افغانستان او پاکستان کې شخصي جاسوسان هاغه کمپنو په کار لگولي وو څوک چې د امریکې د استخباراتو ادارې سي ايي ای او د خصوصي عسکرو پخواني چارواکي کارمندان لري.
رپورټ وايي چې دغه کمپنو د جنگیالو د لټون او د تربیي کیمپونو معلومولو د پاره مخبران خواره کړې وو او راغونډ شوي معلومات به يي بیا د کاراروايي د پاره امریکايي پوځي چارواکو ته ورکول.
سي ايي ای او پوځ په عامه توگه پټ استخباراتي عملیات ترسره کوي خو دپوځ د پاره د شخصي جاسوسانو استعمالول غیر قانوني کار گنړلی کیږي.
د امریکې د دفاع وزارت د هیواد ایسوسي اټیډ نومې خبرې ادارې ته ویلې چې د نیویارک ټائمز رپورټ یو شمیر پوښتنې راپورته کړې چې د وزارت لخوا ژورې کتنې ته اړتیا لري.
د نېویارک ټائمز د رپورټ ترمخه د شخصي جاسوسانو جال داسې ښکاره کیږي چې اوس تړلی شوی دی.