د افغانستان پولې ته نزدې دپاکستان  قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان په يو غرييز مقام دامريکا شکمنو بې پيلوټه جاسوسي الوتکو لخوا دتندلارو په يوه ځاله ترسره شوي بريد کې  لږ ترلږه لس تندلاري وژل شوي او7 ژوبل شوي دي.
دغه بريد دشمالي وزيرستان دمرکز ميرانشاه څخه ختيز لوري ته 40 کلو ميټره لرې په دته خيل سيمه کې دتندلارو دروزنې په يو مرکز ترسره شوى دى.
جاسوسي الوتکې  ددته خيل په يوه غرييزه سيمه کې  هاغه دروزنې مرکز په نخښه کړو چې تندلارو به کارولو، دبريد څخه وروستو په نخښه کړل شوي کور باندې اور ولګيدو.
دځايې انتظاميې چارواکي وائي دبريد څخه وروستو تندلارو په نخښه کړل شوي ځايې لوري ته تلونکې ټولې لارې تړلي دي او تر دتباه شوې ودانۍ دملبې لاندې دخلکو دلټې کار اوس هم روان دى.
چارواکي دا هم وائي په دغه بريد کې دتندلارو دوه ګاډي هم تباه شوي دي.
په دغه بريد کې تر دې مهاله دوژل شوؤ کسانو پيژندګلو نۀ ده معلومه شوې او نۀ دهم دا په ډاګه شوې چې په وژل شوؤ کې کوم لوړپوړى طالب مشر هم شامل دى که نه خو سرچينې وائي وژل شوي زياتره بهرنيان دي.
له دې وړاندې به دپاکستان شمالي او جنوبي وزيرستان ايجنسۍ  يو شان د ډرون تر بريدونو لاندې راتللې خو په شمالي وزيرستان کې دډرون بريدونو کې وروستو له هغې چټکتيا راغله  کله چې تير کال ددسمبر په 30مه نيټه دافغانستان په نزدې خوست ولايت کې دامريکا په يوه پوځي اډه ځانمرګي بريد کې دسي ائي اى 7 افسران ووژل شول.
دکال 2008ء داګست مياشتې څخه دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دتندلارو په مرکزونو ترسره شوؤ 90ؤ دډرون بريدونو کې دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود په ګډون د803 څخه زيات کسان وژل شوي دي او پاکستاني چارواکي ادعا لري چې دبيت الله محسود څخه وروستو دهغوي بل مشر حکيم الله محسود هم دروان کال دجنورۍ په 14مه نيټه ترسره شوي دډرون بريد کې وژل شوى دى خو طالبانو دخپل مشر دوژل کيدو ترديد کړى دى.
دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک تيره ورځ يو شخصي تيلويزيون سره په خبرو کې  ادعا کړې وه چې حکيم الله محسود وژل شوى او که چرې طالبان دهغه دژوند په هکله پخپله ادعا کې ريښتوني وي نو بايد کومه ويډيو مخې ته راوړي.
دپاکستان پوځ ادعا کوي دتندلارو په ضد يې دصوبه سرحد په سوات او قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دروانو عملياتو په مهال سترې لاسته راوړنې کړي دي خو دتيرې جمعې په ورځ په لاهور کې ترسره شوؤ دوؤ ځانمرګي بريدونو کې 57 او يوه ورځ وروستو هم په سوات کې دځانمرګي بريد له امله خواؤشا 15 کسان وژل شوي وؤ.