د امريکا جمهوررئيس براک اوباما د افغانستان جمهوررئيس حامد کرزي سره په ويډيو فون شوؤ خبرو اترو کې طالبانو سره دامن په احتمال خبرې کړي دي.
په کابل کې د نهې په ورځ دصدارتي محل څخه جاري شوي يو بيان کې ويلى شوي دي چې حامد کرزي دامريکا جمهوررئيس  دافغان حکومت دهاغو هڅو په اړه په باور کې واخستو کومې چې دامن او ملي روغې جوړې دعمل تندولو لپاره روانې دي.
دبيان له مخې جمهوررئيس براک اوباما ددغه هڅو هرکلى وکړو او دواړو مشرانو په دې خبره ټينګار وکړو چې افغانستان او بين المللي ورورولۍ ته دامن خبرو اترو په هکله  ديو ګډ دريځ خپلولو اړتيا ده.
په ويډيو فون  شوؤ خبرو کې دافغاني پوځيانو په مضبوطولو،په  سيمه ييزې همکارۍ،دبدعنوانۍ دمخنيو ي لپاره په  اخستل شوؤ ګامونو او په ستمبر کې د درغلۍ څخه دپاکو پارلماني ټولټاکنودترسره کولو په چارو غور وکړل شو.
جمهوررئيس کرزي امريکائي جمهوررئس سره په شوؤ خبرو کې يو ځل بيا وويل  افغانان نۀ غواړي نور هيوادونه پخپلو کې ددښمنۍ دجګړې لپاره دافغانستان ځمکه وکاروي.
تيره اوونۍ  دپاکستان دسفر په مهال افغان جمهوررئيس ويلي وؤ هيواد به يې نۀ خو پاکستان او هند او نۀ هم امريکا او ايران ته ددغسې هلو ځلو لپاره دخپلې خاورې کارولو اجازه ورکړي.
بايد وويل شي دامريکا پخواني جمهوررئيس جارج ډبليو بوش به دافغانستان جمهوررئيس کرزي سره زياتره په تيليفون تماسونه نيول خو اوسنى جمهوررئيس براک اوباما ډير کم دهغه سره په تيليفون تماسونه نيسي