د پاکستان دپنجاب ايالت دجهلم سيمې څخه تښتول شوى پاکستاني نژاده برتانوي ماشوم ساحل سعيد خلاص کړل شوى دى.
دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک او برتانوي هائي کميشن ددغه ماشوم دخوشې کيدو تصديق کړى دى.
ساحل نومې دغه ماشوم دنيکۀ دکور څخه په دريم مارچ دډاکې ديوې پيښې په مهال تښتول شوى ؤ.
دتښتول شوي ماشوم نيکه راجه بشارت خبريالانو ته ويلي دي دغه ماشوم دکهاريا سيمې سره نزدې دکوډنگه سيمې څخه ترلاسه شوى دى او دا مهال روغ رمټ دى.
دهغه وينا وه دساحل دخلاصون لپاره يې تښتونکو ته هيڅ رقم پيسې يا نور تاوان نۀ دى ورکړى.
هغه په دغه لړ کې دپوليس او انتظاميې هڅې وستائيلې خو په ډاگه يې نۀ کړه چې دغه ماشوم دچالخوا تښتول شوى ؤ او څنگه راخوشې کړل شو؟
دکهاريا دپوليسو يو تن مشر يا ډي ايس پي سلطان ميرا دساحل دخوشې کيدو په اړوند خبريالانو ته ويلي دي دغه ماشوم تښتونکو دکهاريا په يوه خوشې سيمې چنن کې پريښودى ؤ او کله چې پوليس ته پته ولگيده نو هغه يې ترلاسه کړو او انتظاميې ته يې وسپارلو.
دهغه وينا وه پوليس اوس ددې خبرې پلټنې کوي چې ساحل کومو کسانو دغلته پريښودلى ؤ؟
دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک تيره اوونۍ احتمال څرگند کړى ؤ چې دماشوم ساحل په تښتونه کې دهغه خپلوان لاس لرلى شي.
له دې وړاندې پاکستاني ميډيا داسې راپورونو ورکړي وؤ چې تښتونکو دساحل دخوشې کولو دپاره دهغه دکورنۍ څخه په لکونو ډالر تاوان غوښتى دى.

