که څه هم د پاکستان د پنجاب صوبې وزیراعلی' شهبازشریف د خپل هاغه بیان نه ورسته شوی دی چې د رپورټونو ترمخه هغه پکښې د طالبانو نه غوښتنه کړې وه چې په پنجاب کې دې حملې نه کوي، خو مطبوعاتو او د صوبه سرحد یوشمیر سیاسي مشرانو دشهبازشریف وینا غندلې ده.
د جمعې په ورځ د پنجاب سرښار لاهور کې پرله پسې ځانمرگي حملو تر ٥٠ؤ پورې خلک وژل شوي وؤ.
د مطبوعاتي رپورټونو تر مخه، په لاهور کې په حملو د خپل خفگان څرگندولو په ترڅ کې شهباز شریف وویل چې د هغه پاکستان مسلم لیگ نون گوند او طالبانو دواړو د پخواني صدر پرویز مشرف مخالفت کړی دی نو ځکه طالبان دې پنجاب کې حملې نه کوي.
د ورځپانړي ډان د یو رپورټ ترمخه، د اتوارپه ورځ لاهور کې یوې دستورې ته وینا کې شهباز شریف اویل چې پرویز مشرف په پاکستان کې د بې گناه مسلمانانو وینه توئیه کړې ده خو د هغوي سیاسي گوند، پاکستان مسلم لیگ نون ، د پرویز مشرف د پالیسو مخالفت کړی دی او طالبان هم د هغه مخالف وو نو ځکه طالبان دې پنجاب کې د ترهگرۍ بریدونه مه کوي.
دشهبازشریف د بیان د بیلابیلو اړخونو لخوا مخالفت شوی دی.
رپورټونه وايي دغه بیان ورسته، شهبازشریف د پوځ مشر جنرل اشفاق پرویز کیاني د پوځ مرکز جي اېچ کیو کې ملاقات کړی دی.
خو د طالبانو په حواله د بیان ورسته شهبازشریف ویلې چې مطبوعاتو د هغه وینا په غلط رنگ کې رپورټ کړې ده.
د صوبه سرحد د واک من عوامي نیشنل گوند د مشرانو او د پنجاب گورنر سلمان تاثیر سره سره مطبوعاتود شهبازشریف په بیان ټکونه کړې دي.
ورځپانړه ډان خپله اداریه کې وايي چې د شهبازشريف د قامی کچه سیاستدان دی او د هغه لخوا داسې بیان د کرکې وړ دی. اداریه وايي شهبازشریف باید د څه د آیا، یا، د ولې بغیر د ترهگرۍ غندنه اوکړي.
اداریه وايي شهبازشریف او پاکستان مسلم لیگ باید دا واضحه کړې چې دښمن څوک دی، او که داسې نه کوي نو بیا به يي د ریاست د دندې سره څه کار نه وي.
ورځپانړه دې نیشن، چې مرکزي دفتر يي په لاهور کې دی، هم د شهبازشریف په بیان نیوکې کړې.
خپله اداریه کې اخبار وايي چې د هغه بیان د سیمه ایز فکر څرگندونه کوي.
دې نیشن وايي چې د قامي کچې سیاست دان په حیث د شهبازشریف سوچ چې باید دا وي چې ټول هیواد دې د ترهگرۍ نه محفوظ وي، نه چې یواځې د پنجاب صوبه.

