امریکایي حکومت د پاکستان قبایلي سیمو کې سړکونو د جوړولو لپاره نزدې  17 کروړ روپو سامان الات د نهې په ورځ د فاټا ایډیشنل چیف سېکټری حبیب الله خان ته سپارلي دی.
د امریکا قونصل جنرال کېنډ یس پټنم د سامان ورکولو په موقعه ویلي چې د امریکایي حکومت لخوا ورکړل شوي سامان په مرسته به قبایلي سیمو کې د سړلونو حالت ښه ساتل او نوي سړکونه جوړولو کې مرسته وشي.
ښاغلي پټنم زیاته کړه چې د پاکستان قبایلي سیمې به د هېواد نورو سیمو سره ملاو شي او دغه سیمو کې به د سوداگری کارونو ته وده ملاو شي.
امریکا له طرفه ورکړل شوي سامان کې  ٢٥ د سړکو جوړولو رولر، ١٥ سټون کرشرز  ، ١٥ اسفالټ مېکسرز،16 ائیر کمپریسرز او 16 جیک ییمرز  شامل دي.
ورکړل شوی سامان د ١.٧ ملیارده روپو برخه ده چې امریکا د صوبه سرحد او فاټا د سړکونو ښه کولو باندې خرڅ کوي. امریکا به راتلونکي دواو کالو کې صوبه سرحد کې په غټو سړکونو جوړولو 3.2 ملیارده  روپی مصرف کوي.