د افغانستان د پولې ترڅنګ دپاکستان قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان کې د شورو په سحر شکمنو بې پيلوټه جاسوسي الوتکو دتندلارو په ګاډو او يوه ځاله بريدونه ترسره کړي چې پکې د لمړيو راپورونو له مخې لږ ترلږه نهه شکمن جنګيالي وژل شوي دي.
 د بې پيلوټه جاسوسي الوتکو لخو لمړى دشمالي وزيرستان مرکزي ښار ميرانشاه سره نزدې په همزونۍ سيمه کې دتندلارو يوه ځاله او دوه ګاډي په نخښه کړل شول چې پکې شپږ تندلاري  وژل شوي دي.
سرچينې وائي په دغه بريد کې دتندلارو په ضد تر څلورو پورې ميزائيل داغل شوي دي.
50 منټه وروستو جاسوسي الوتکې دميرانشاه لويديز لوري ته 25 ميله لرې په  ميزر مداخيل سيمه کې دتندلارو  په يو ګاډي 3 ميزائيل وداغل چې له امله يې 3 تندلاري ووژل شول
په دغو دواړو بريدونو کې ګڼ شمير تندلاري ژوبل شوي هم دي.
په دغو بريدونو کې تر دې مهاله دوژل شوؤ کسانو پيژندګلو نۀ ده شوې او نۀ  هم دا په ډاګه شوې چې په وژل شوؤ کې کوم لوړپوړى طالب مشر هم شامل دى که نه؟
يوه ورځ دمخه هم دشمالي وزيرستان په دته خيل سيمه کې دډرون په يو بريد کې 10 تندلاري وژل شوي وؤ.
 سږ کال دپاکستان په قبائيلي سيمو خواؤشا 20 دجاسوسي الوتکو بريدونه ترسره شوي چې په دغو ټولو بريدونو کې دشمالي وزيرستان دننه يا دجنوبي وزيرستان په ليکه کې  دتندلارو مرکزونه په نخښه کړل شوي دي.
دکال 2008ء داګست مياشتې څخه دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دتندلارو په مرکزونو ترسره شوؤ 92ؤ دډرون بريدونو کې دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود په ګډون د812 څخه زيات کسان وژل شوي دي او پاکستاني چارواکي ادعا لري چې دبيت الله محسود څخه وروستو دهغوي بل مشر حکيم الله محسود هم دروان کال دجنورۍ په 14مه نيټه ترسره شوي دډرون بريد کې وژل شوى دى خو طالبانو دخپل مشر دوژل کيدو ترديد کړى دى.