خيبرايجنسۍ ته نزدې دپيښور دکليوالې سيمې سپين قبر په يوه امنيتي پوسته دتندلارو لخوا ترسره شوي بريد کې پنځه امنيتي عسکر وژل شوي او يو ژوبل شوى دى.
دپيښور دپوليسو مشر يا ايس ايس پي کريم خان خبريالانو ته ويلي دي تندلارو دبډه بيرې په سپين قبر سيمه کې په امنيتي پوسته لمړى راکټونه وداغل او بيا يې پرې لاسي بمونه وغورځول.
دپوليسو دمشر له مخې ددغه بريد سره سم په امنيتي پوسته اور ولگيدو او په پيښه کې دوه پوليس او درې دمليشې عسکر وژل شوي دي.
دپوليسو مشر ددغه پيښې پړه سيمه کې په فعاله تندروه مذهبي ډلې لښکراسلام واچوله.
سرچينې وائي ددغه پيښې په مهال پوليسو هم په بريدکوونکو ځوابي ډزې کړي دي خو تندلارو ته څه رقم زيان نۀ دى اوښتى.
دنهې په ورځ هم دپيښور دمتنو سره نزدې په ازا خيلو سيمه کې دتندلارو او امنيتي عسکرو ترمينځ په يوه نښته کې يو عسکر او يو تندلارى وژل شوي وؤ.
بل لوري ته دخيبرايجنسۍ په پرنگ سم کلي کې افغانستان کې ميشتو ائتلافي ځواکونو ته تيل وړونکى ټانکرپه بم الوځول شوى دى.
دخيبرايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ شفيرالله وزير په دغه هکله ويلي دي چاؤديدونکي مواد دټانکر په وروستۍ برخه پسې ديو مقناطيس له لارې تړل شوي وؤ.
هغه وويل دچاؤدنې له امله 40,000 ليټره تيل سوځيدلي دي خو په پيښه کې کومه مرگ ژوبله نۀ ده رامينځته شوې.
په خيبرايجنسۍ کې دمنگل باغ په مشرۍ دلښکراسلام ډله زيات فعاليت لري او دغه ډله دپاکستان حکومت غيرقانوني گرځولې ده.
په تيرو وختونو کې هم دغلته ناټو ته دځمکې له لارې په سامان وړونکو کنټينرونو تندلارو بريدونه کړي وؤ چې وروستو په خيبرايجنسۍ کې امنيتي ځواکونو ددغو تندلارو په ضد عمليات وکړل چې په دغو عملياتو کې تندلارو ته کوم ډاگيز زيان نۀ ؤ رسيدلى.
دلښکراسلام ترڅنگ په دغه قبائيلي سيمه کې يو شمير نورې وسله والې ډلې هم فعاليتونه کوي او دغه ډلې زياتره پخپلو کې هم ديو بل سره داختلافونو په اساس نښتې کوي.

