د پاکستان دصوبه سرحد مشر وزير بشيراحمد بلور وايي امنيتي ځواکونو دشپږو مياشتو په لنډه موده کې د ترهگرو دقوماندې توان لۀ مينځه وړى اؤ اوس دغه ترهگرپه وړو وړو ډلگيو کې ويشل شوي اؤ په ځانله سر فعاليتونه کوي.
د شورو په ورځ په پيښورکې دپوليسو د مرکز دننه تندلارو سره په نښتوکې دوژل شوؤ عسکرو دجنازې دنمونځ څخه وروسته خبريالانوسره خبرو کې ښاغلي بلور وويل په صوبه کې دامنيتي ځواکونو دقربانيو له امله دامنيت وضعه تر ډيره حده ښه شوې ده.
هغه وويل دترهگرۍ په ضد روانه جگړه ديوې صوبې نۀ بلکې دټول هيواد او نړيوالې ټولنې جگړه ده.
هغه وويل مونږ دغې جگړې ته په اخلاص سره مټې رابډ وهلي او زيات زيانونه مو وليدل خو ترهه گرو ته مو سرونه ټيټ نۀ کړل.
په دغه مهال ښاغلي بلور تندلارو سره په نښتو کې دوژل شوؤ عسکرو دکورنيو دپاره دديرشو ديرشو لکو روپو او يو يو پلاټ دمرستې اعلان وکړو.
هغه وويل دوژل شوؤ عسکرو دکورنيو يو يو غړي ته به نوکري هم ورکړل کيږي.
دصوبه سرحد مشر وزير دتندلارو دواک اختيار دختمولو دغه ادعا په داسې حال کې کړې ده چې نن دشورو په ورځ هم دپيښور سره نزدې په سپين قبر سيمه کې دامنيتي ځواکونو په يوه پوسته دتندلارو په بريد کې پينځه عسکر وژل شوي دي.

