امريکائي چارواکي وائي دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دبې پيلوټه جاسوسي الوتکې يا ډرون په يو بريد کې دروانې مياشتې په اتمه نيټه دالقاعده مهم کمانډر حسين اليمني وژل شوى ؤ.
دغه بريد دافغان پولې ترڅنگ دشمالي وزيرستان مرکزي ښار ميرانشاه سره نزدې دتندلارو په يوه شکمنه ځاله ترسره شوى ؤ.
ويل کيږي دالقاعده دغه وژل شوي کمانډر ددسمبر په مياشت کې دشمالي وزيرستان سره نزدې دافغانستان ختيز ولايت خوست کې دامريکا د استخباراتي ادارې سي ائي اى په مرکزي دفتر ځانمرگي بريد کې مهم کردار ترسره کړى ؤ.
په دغه بريد کې دسي ائي اى دمرکزي دفتر ديوې ښځينه مشرې په گډون 7 امريکائي او داردن داستخباراتي شبکې يو افسروژل شوي وؤ.
دامريکا دترهگرۍ دمخنيوي چارواکو دخپلو نومونو نۀ څرگندولو په شرط خبريالانو ته ويلي دي اليمني دالقاعده يو پلان جوړونکى او دترهه گرۍ په فعاليتونو کې همکاري کوونکى کمانډر ؤ چې دحقاني دډلې او په يمن کې يې دالقاعده سره ژور تعلقات لرل.
ددغو چارواکو په وينا دالقاعده ددغه کمانډر کار په پاکستان کې تندلارو ته مالي وسيلې برابرول، پيغامونه رسول او دخلکو بهرتي کول ؤ خو نوموړى دبمونو او ځانمرگي بريدونو په تربيې ورکولو کې ماهره ؤ.
دا نۀ ده په ډاگه شوې چې اليمني په خوست کې دسي ائي اى په مرکزترسره شوي ځانمرگي بريد کې څه کردار ترسره کړى ؤ.
کوم ځانمرگي چې دغه بريد ترسره کړى ؤ دهغه نوم حمام خليل ابو ملال البلاوي ؤ چې تعلق يې داردن سره ؤ او دسي ائي اى لپاره دجاسوس په شکل کې يې په حقيقت کې دالقاعده لپاره هم کار کولو.
دغه تن په خوست کې دامريکا مرکز ته دليدنې لپاره راغوښتل شوى ؤ، چې هغه ددغه ليدنې په مهال دالقاعده دمشرانو دځالو په اړه دمهمو معلوماتو دورکړې ژمنه کړې وه.
دسي ائي اى مرکز ته دننوتلو په مهال دهغه تالاشي نۀ وه اخستل شوې او البلاوي دسي ائي اى مرکز ته دننه کيدو څخه وروستو ناڅاپي په هاغه کوټه کې ځانمرگي بريد ترسره کړو په کومه کې چې دهغه سره دليدنې لپاره گڼ شمير امريکائي چارواکي راټول شوي وؤ.
ددغه بريد څخه څو ورځې وروستو دبلاوي يو ويډيو پيغام مخې ته راغلى ؤ چې پکې دپاکستاني طالبانو دکمانډر حکيم الله محسود سره ناست ښودل شوى ؤ او خپل وروستى پيغام يې اورولو.
ددغه ويډيو دخپريدلو څخه څو ورځې وروستو دشمالي او جنوبي وزيرستان په مينځنۍ ليکه دډرون په يو بريد کې دحکيم الله محسود دوژل کيدو خبرونه هم مخې ته راغلي وؤ.
دسي ائي اى ډائريکټر لي اون پناټا تيره اوونۍ په اوکلاهاما کې ديوې وينا په مهال ويلي وؤ هغه باور لري په القاعده فشار کې دومره زياتوالى شوى دى چې ددغه تنظيم مشران دمنظر څخه يو لوري ته شوي دي.
هغه ويلي وؤ دالقاعده دځوانانو تندلارو پخپل مينځ کې داوسنيو خبرو دجاج اخستو څخه وروستو معلومه شوې ده چې هغوي هم دخپلو مشرانو دغيرحاضرۍ گيلې کوي.
خو ځينې امريکائي چارواکي مني چې په خوست کې دسي ائي اى په مهم مرکز دځانمرگي بريد څخه دا خبره واضحه شوې ده چې دالقاعده او طالب جنگيالي اوس هم دمنظمو ترهه گريزو فعاليتونو توان لري.
امريکائي چارواکي مني چې دالقاعده او حقاني ډلې جنگيالي دپاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان په افغانستان کې په ځائي او غيرملکي هدفونو دبريدونو لپاره کاروي.
سږ کال په شمالي وزيرستان کې دډرون گڼ شمير بريدونه ترسره شوي دي چې پکې تازه بريدونه په روانه اوونۍ کې دنهې او شورو په ورځ ترسره شوي وؤ، په دغو بريدونو کې د20 تندلارو دوژل کيدو خبرونه ترلاسه شوي دي.
دډرون بريدونه دسي ائي اى په څارنه کيږي خو امريکائي چارواکي په پاکستاني سيمو دډرون په دغو بريدونو دڅه وئيلو څخه ډډه کوي.

