د پاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وائي دامريکې سره دپاکستان اړيکو کې درائيو ملي يو والى ضروري دى او په دغه لړ کې اولس او پارلمان دحکومت سره ولاړ دي.
دبهرنيو چارو په دفتر کې خبريالانو ته داحوال تيرولو په وخت ښاغلي قريشي وويل په تيرو وختونو کې دامريکا او پاکستان ترمينځ ځينې اختلافونه موجود وؤ.
دهغه په وينا ددواړو ملکونو داړيکو دپراختيا دپاره پاکستان ډير څه کړي دي خو اوس امريکا ته هم دنور څه کولو ضرورت دى.
نوموړي وويل دامريکا او پاکستان ترمينځ استراتيژيکي خبرو کې به دافغانستان په گډون دسيمې دامن په وضعه هم خبرې کولى شي.
قريشي وويل دپاکستان او امريکا ترمينځ خپلو کې دهمکارۍ او باور پراختيا ته ضرورت دى.
هغه وويل امريکائي چارواکو سره به ددفاع،تعليم،سائنس،ټيکنالوجۍ، دترهگرۍ په ضد دروانې جگړې ،کرکيلې،مخابراتو،برامداتو او روغتيا په څانگو کې دهمکارۍ په پراختيا خبرې اترې کولى شي.
هغه وويل په څليريشتم مارچ امريکا کې کيدونکې دغه خبرې به په تيرو وختونو کې امريکا سره دشوؤ خبرو په پرتله جدا وي.
دهغه وينا وه دپاکستان او امريکا دبهرنيو چارو دوزيرانو ترمينځ کال کې يو ځل ليدل کتل ضروري دي ترڅو په اړونده چارو دخبرو موقعې ترلاسه شي.

