په افغانستان کې دامريکا او ناټو دځواکونو کمانډر جنرال سټينلى ميکرسټل ويلي دي دافغانستان په کندهار ولايت کې دحکومتي واک ټينگولو هڅې دوړاندې څخه پيل شوي او تر څو مياشتو به روانې وي.
جنرال سټينلى ميکرسټل دشورو په ورځ خبريالانو سره په خبرو کې ويلي دي ائتلافي ځواکونه دراتلونکې گرمۍ په موسم کې دطالبانو دممکنه بريدونو دمخنيوي لپاره دتيارۍ کولو په ترڅ کې مهم سړکونه او دکندهار ښار خواؤشا سيمې پرله پسې پخپل کنټرول کې اخلي او خوندي کوي يې.
هغه وويل دلوئې کچ عمليات يواځې پوځي نۀ بلکې سياسي هم دي او مقصد يې دا دى چې سيمه ييزو افغان وگړو ته دا باور ورکړل شي چې ائتلافيان او افغان حکومت دهغوي اړتياوې پوره کولى شي.
ميکرسټل وويل امريکائي وسله وال پوځونه اوس هم پخپله هاغه اراده قائم دي چې کۀ چرې اسامه بن لادن افغانستان ته رادننه شي نو هغه به ژوندى نيولى او دقانون منگولو ته به سپارلى شي.
دامريکائي کمانډر جنرال سټينلى دغه بيان دامريکا دلوئې څارنوال ايرک هولډ دهاغه بيان برعکس دى چې پکې هغه دنهې په ورځ کانگريس ته ويلي وؤ دالقاعده دمشر دژوندي نيول کيدو احتمال دنشت برابر دى.

