د پاکستان داسلام اباد او پينډۍ ښارونو دننه دپبلک ټرانسپورټ په کرايانو کې دزياتوالي په ضد دمظاهرو او احتجاج لړۍ دجمعې په ورځ په دوهمه ورځ هم روانه ده.
دپاکستان پايه تخت اسلام اباد او پينډۍ ښار په مينځ کې په مصروف فيض اباد څلور لاري کې مظاهره چيانو ټائرونه وسوځول او سحر مهال يې مرکزي سړک دڅه وخت لپاره دټريفک لپاره مکمل تړلى ؤ خو دپوليسو دمداخلې څخه وروستو په وړه کچه دگاډو تگ راتگ بيا پيل شوى دى.
دمکمل ټريفک بحالولو لپاره په فيض اباد کې پوليس پځايې کړل شوي دي او احتجاج کوونکو په دغو پوليسو هم کاڼي ورولي دي.
دتازه اطلاعاتو له مخې په فيض ابادسيمه کې په وضعيت دقابو راوستو لپاره درينجرز ځواکونه سيمې ته رسيدلي دي.
پوليسو دلسگونو په شمير دغو مظاهره چيانو خورولو لپاره ډزې هم هم کړي دي او سرچينې وائي دپوليسو او مظاهرهره چيانو ترمينځ نښته کې يو شمير پوليس او احتجاج کوونکي ژوبل شوي هم دي.
پوليسو دمظاهرو په مهال گڼ شمير کسان نيولي هم دي.
چارواکي وائي په کرايانو کې دزياتوالي امر يې بيرته اخستى او وائي په دغو مظاهرو کې ورانکاري هم شامل شوي دي چې سرکاري او شخصي ودانيو ته زيان رسوي.
داسلام اباد کمشنر شخصي تيليويزيون سره خبرو کې وويل کۀ چرې په مظاهره کې شاملو کسانو اړى گړى وکړو نو په ضد به يې سخت گامونه اخستل کيږي.
همدغه راز داسلام اباد خواؤشا سيمې باره کهو کې هم مظاهرينو په کرايانو کې دزياتوالي په ضد دمري څخه پينډۍ او اسلام اباد ته غځيدلې لويه لاره تړلې ده.
يوه ورځ دمخه هم مظاهره چيانو دغه لاره تړلې وه چې له امله يې دمري څخه پينډۍ او اسلام اباد ته تلونکو خلکو ته سختې ستونزې پيښې شوې وې.

