د پاکستان قبائيلي سيمې کرمه ايجنسۍ کې د طلبانو دوه ډلو نر منځ نښتو کې  27 تندلاري وژل شوي او نهه ژوبل شوي دي. دغه نښتې د ملا طوفان او قاري رفیق ډلو تر منځ شوي دي.
په کرمه ايجنسۍ کې دتيرو دريوؤ ورځو څخه د قاري رفیق او د طالب کمانډر ملا طوفان  د جنګيالو ترمينځ سختې نښتې روانې دي.

 اخوا  په قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې  امنيتي ځواکونو دهيلي کاپټرو له لارې دشکمنو جنګيالو په ځالو ګولۍ ورولي دي چې پکې 4 جنګيالي وژل شوي دي.
سرچينې وائي په دغو عملياتو کې دطالبانو دوه ځالې هم له مينځه وړل شوي دي.
همدغه راز دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان قبائيلي سيمې باجوړ ايجنسۍ کې  تندلارو نن دجمعې په ورځ دوه سکولونه په بمونو الوځولي دي چې ددې سره دغلته دتباه شوؤ سکولونو شميره 70ؤ ته رسيدلې ده.
سرچينې وائي تندلارو دباجوړ په ماندل سيمه کې يو سکول په چاؤديدونکو موادو الوځولى دى او دناواگۍ په غونډۍ سيمه کې تندلارو دبمونو له لارې يو سکول تباه کړى دى.
په دغو دواړو پيښو کې کومه مرگ ژوبله نۀ ده رامينځته شوې.
 دخار تحصيل په يوسف اباد سيمه کې دتندلارو لخوا ايښودل شوى بم امنيتي ځواکونو خنثي کړى دى.