د پاکستان او افغانستان لپاره دامريکائي جمهوررئيس ځانگړى استازى رچرډ هولبروک ویلي امريکا  دپاکستان له لوري  په دې وروستيو کې د مهمو طالب مشرانو  دنيونې هرکلى کوي ځکه چې ددغو طالب مشرانو دنيولو سره  په طالبانو فشار سيوا شوى دى.
 دبهرنيو چارو په وزارت کې  خبريالانو ته  داحوال تيرولو  په وخت چې کله دهالبروک څخه وپوښتل شول چې تاسو دطالبانو ددوهم مهم مشر ملا برادر اخوند نيونه څنگه ارزيابي  کوئ؟ هغه وويل  دغه يو ښه پرمختگ دى  او امريکا يې  زياته ستائينه کوي.
هغه وويل دغه رقم نيونې  افغانستان کې دثبات  او امن په اړه ښه پائيلې لرلى شي.
هالبروک ددغو څرگندونو څخه يوه ورځ دمخه  په افغانستان کې دملگرو ملتونو پخواني استازي کائي ايدي  په پاکستان کې دملا عبدالغني برادر  نيونه غندلې وه او دا يې  دطالبانو سره دروغې جوړې په لاره کې دپاکستان له لوري دخنډ راپورته کولو په معني بللې وه.
 کائي ايدي ويلي ؤ دملا  عبدالغني برادر دنيولو سره  هاغه لارې دبندولو هڅه شوې ده چې په طالبانو سره پرې  جوړجاړي ته رسد ممکن ؤ.
دامريکائي جمهوررئيس ځانگړي استازي رچرډ هالبروک دپاکستان او امريکا ترمينځ  دکيدونکو خبرو په لړ کې  وويل دغه خبرې زيات ارزښت لري او پکې به دپاکستان د لوري  به دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني دامريکا ددفاع وزير رابرټ  گيټس ، دگډو ځواکونو دکميټې مشر ايډمرل مائيکل مولن او نور پوځي چارواکي برخه اخلي.