د پاکستان  دبهرنيو چارو وزير او دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني دخالي په سحر دامريکا په سفر روان شوي دي.
ټاکل شوې ده په 24م مارچ امريکا کې دپيل کيدونکو سټراټيجیکي خبرو په لړ کې به دپاکستان دبهرنيو چارو ددفتر د ډلې نور غړي دگل په ورځ امريکا ته روانيږي.
امريکا ته دجنرال کياني دسفر په اړه پوځ پخپل يو بيان کې ويلي دپاکستاني پوځ مشر امريکا ته دغه دوره دامريکائي پوځ دمرکزي کمان دمشر جنرال ډيوډ پيټرياس په بلنه کوي.
دپوځ په بيان کې راغلي د پاکستاني پوځ مشر به پخپل دغه سفر کې دلوړپوړو امريکائي پوځي کمانډرانو او حکومتي چارواکو سره دليدنو ترڅنگ دامريکا او پاکستان ترمينځ کيدونکو ستراتيژيکي خبرو اترو کې هم برخه اخلي.
دپاکستان او امريکا ترمينځ دغه خبرې په څلريشتم مارچ واشنگټن کې پيل کيږي چې پکې به دپاکستاني ډلې مشري دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي او دامريکا دډلې مشري دبهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن کوي.
امريکا ته دروانيدو څخه وړاندې دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي يوې امريکائي ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي دي دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې پاکستان امريکا حصه داره گڼي او بايد دسيمې دامنيت په اړه امريکا خپلې ژمنې ترسره کړي.
دقريشي له مخې دالقاعده دشپږو سوؤ څخه دزياتو غړو او مشرانو په نيولو پاکستان دنيا ته ښودلې ده چې دترهگرۍ ختمولو دپاره سنجيده دى.
نوموړي ويلي دي دپاکستان او افغانستان په گډه سرحدي سيمه کې دتندلارو په ضد عمليات روان دي او دغه ځايې به هم زر دترهه گرو څخه پاک کړل شي.