په پاکستان کې دامريکا سفيرې اين ډبليو پيټرسن دخالي په ورځ ددغه هيواد دوزيراعظم يوسف رضا گيلاني سره ليدل کړي او ورسره يې دامريکا او پاکستان ترمينځ دکيدونکو سټراټيجیکي خبرو په شمول په مهمو چارو خبرې اترې کړي دي.
سرچينې وائي په دغه ليدنه کې دواړه مشران امريکا ته د وزيراعظم گيلاني په راتلونکي سفر او دوه اړخيزه اړيکو باندې هم وغږيدل.
دسرچينو له مخې ليدنه کې امريکائي سفيره او دپاکستان وزيراعظم دژوند په بيلا بيلوڅانگو کې دهمکارۍ سيوا کولو او ددواړو هيوادونو ترمينځ داوږدمعياد او دائمي اړيکو په ټينگولو صلاح شول.
بايد وويل شي دپاکستان او امريکا ترمينځ ستراتيژيکي خبرې په څليريشتم مارچ واشنگټن کې پيل کيږي چې پکې دبرخې اخستو دپاره دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي او دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني دخالي په ورځ امريکا ته روان شوي دي.
ټاکل شوې ده دپاکستان وزيراعظم يوسف رضا گيلاني به هم په راتلونکې مياشت کې دامريکا سفر کوي او دغلته به دلوړپوړو حکومتي چارواکو سره په يو لړ مهمو مسئلو خبرې اترې کوي.