دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې طالب جنگيالو امريکا ته دجاسوسۍ په تور 4 کسان وژلي دي.
په سيمه کې يو انتظامي چارواکي نثار خان بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې وويل ددغو  کسانو مړي دشمالي وزيرستان  دميرعلي سيمې سره نزدې داتوار په ورځ موندل شوي دي.
  دوژل شوؤ کسانو دمړو سره په پښتو ژبه لیکل شوى يو خط هم موندل شوى چې پکې هغوي دپولې پورې غاړې افغانستان کې دميشتو امريکائي ځواکونو لپاره په جاسوسۍ تورن کړل شوي دي.
په دغه خط کې راغلي څوک چې هم دامريکا لپاره جاسوسي کوي ددغه رقم انجام سره به مخ کيږي.
 چارواکي وائي  طالبانو چې امريکا ته دجاسوسۍ په تور کوم درې کسان وژلي هغوي پخپله هم گڼ شمير طالبان او اولسي خلک وژلي وؤ.
دعيني شاهدانو له مخې دغه کسان بيگاه نيمه شپه په ډزو سره وژل شوي او وروستو دميرعلي سره نزدې په سراخلۀ سيمه کې غورځول شوي وؤ.
بايد وويل شي له دې وړاندې هم په په شمالي او جنوبي وزيرستان ايجنسيو کې وسله والو جنگيالو دپاکستان او يا دامريکا حکومت ته دجاسوسۍ په تور گڼ شمير تښتولي او وروستو يې وژلي دي.