دامريکائي چارواکو سره دلوړې کچې مذاکراتو يا ستراتيژيکي خبرو اترو دپاره دپاکستان هيئت دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په مشرۍ کې واشنگټن ته رسيدلى ده.
دپاکستان ددفاع وزير چوهدري احمدمختار او دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني هم په دغه هيئت کې شاملی دي.
ددواړو هيوادونو ترمينځ به رسمي خبرې د مارچ په 24مه نيټه پيل کيږي.
سرچينې وائي ددغو خبرو اترو په مهال پاکستان دامريکا څخه دترهه گرۍ په ضد جگړه کې د35ؤ اربو ډالرو دمرستو او دهند په طرز داټومي تړون غوښتنه کوي.
يوه ورځ دمخه په پاکستان کې دامريکا سفيرې اين ډبليو پيټرسن په پايتخت اسلام اباد کې وزيراعظم يوسف رضا گيلاني سره وليدل.
ددغه ليدنې په مهال دپاکستان وزيراعظم ددې هيلې څرگندونه کړې وه چې په واشنگټن کې دپاکستان او امريکا ترمينځ دکيدونکو ستراتيژيکي خبرو اترو به گټورې پائيلې رامينځته کيږي او دواړه هيوادونه به دهاغو هدفونو په ترلاسه کولو کې بريالي کيږ ي چې په دغه لړ کې مقرر کړل شوي دي.
وزيراعظم په ځانگړې توگه دبجلۍ پيداوار، تعليم، داوبو تحفظ، دپاکستان دقانون پځايې کوونکو ادارو په توان کې دزياتوالي، دکيري لوگر بل له مخې داقتصادي مرستو په زر تر زره ورکړه، کوليشن سپورټ فنډ او دعسکري امداد دورکړې په څانگو کې دگټور پرمختگ هيله څرگنده کړې وه.
دگيلاني له مخې پاکستان به دامريکا سره په خبرو کې يو حقيقت خوښى طرز خپلوي او دا به هم غواړي چې ددغو خبرو اترو پينځم پړاؤ ډير زر په اسلام اباد کې جوړ شي چې دغه شان دڅلورم پړاؤ دخبرو اترو په گډون په نورو معاملو کې همکاري پرمخ بوتلل شي.
امريکائي سفيرې اين ډبليو پيټرسن وزيراعظم گيلاني ته وويل امريکا له دې وړاندې ددغه کچې ستراتيژيکي خبرې دکوم بل هيواد سره نۀ دي کړي او امريکا به دپاکستان سره ددغو خبرو دبرياليتوب ډگر ته رسولو لپاره ټول ممکنه گامونه واخلي.

