نن داتوار په ورځ پاکستاني پوځيانو په قبائيلي سيمو کرمه ، اوکزو او دصوبه سرحد په هنگو سيمو کې دجيټ الوتکو او گن شپ هيلي کاپټرو له لارې دتندلارو په شکمنو ځالو گوله باري کړې چې پکې 26 جنگيالي وژل شوي دي.
سرچينو ډيوه راډيو ته ويلي دي امنيتي ځواکونو په اورکزۍ ايجنسۍ کې دجيټ الوتکو له لارې دتندلارو په شکمنو ځالو گوله باري کړې چې پکې 12 تندلاري وژل شوي دي.
دسرچينو وينا ده امنيتي ځواکونو دگن شپ هيلي کاپټرو له لارې داورکزو په تورکارين، تلى او سرکي خيل سيمو کې دتندلارو په شکمنو ځالو گوله باري کړې ده.
دسرچينو وينا ده په دغو عملياتو کې دتندلارو 8 ځالې هم له مينځه وړل شوي دي.
همدغه راز ځائې لښکر هم دتندلارو 7ؤ کورونو ته اور اچولى او سوځولي يې دي.
بل لوري ته دکرمې ايجنسۍ په مرغنډ کنډو او موسى زۍ سيمو کې هم دتندلارو په ځالو دهيلي کاپټرو څخه گولۍ ورول شوي چې پکې 10 تندلاري وژل شوي دي.
په کرمه ايجنسۍ کې دبمبارۍ له امله دتندلارو اووۀ ځالې هم له مينځه وړل شوي دي.
دصوبه سرحد دهنگو په فيروزخيل او مشتي سيمو کې هم امنيتي ځواکونو سره نښته کې 4 تندلاري وژل شوي دي.

