دپاکستان دبلوچستان صوبې سرښار کوئټه کې په مصروف کواري سړک داتوار په سحر يوه بمي چاؤدنه کې 4 کسان وژل شوي او لږ ترلږه 14 ژوبل شوي دي.
دريموټ کنټرول دغه بم دسړک په غاړه په ولاړ يو سائيکل کې نصب کړل شوى ؤ اوویل کیږي ددغه بريد هدف دخضدار دپوليسو د ضلعي مشر يا ډي پي او نذيراحمد کرد گاډى ؤ.
ددغه بريد څخه سمدستي وروستو پۀ ځايې روغتون کې وائس اف امريکا سره خبرو کې ډي پي او نذيراحمدکرد وويل  په وژل شوؤ کې دهغه يو ډرائيور او يو ساتونکى شامل دي او وژل شوى دريم تن يو اولسي وگړى ؤ.
دکوئټې په شمول دبلوچستان په بيلا بيلو سيمو کې دتيرې يوې اوونۍ راهسې  داړي گړي په پيښ، کې چټکتيا راغلې ده.
دپوليسو له مخې دبمي چاؤدنو او هدفي وژنو په دغو پيښو کې لږ ترلږه 21 کسان وژل شوي دي.