د امریکې د کانگرس د استازوایوان کې به د اتوار په ماسپښین د صدر برامک اوبامه لخوا وړاندې کړې شوې د صحت په مد کې د اصلاحاتو په مجوزه قانون باندې ووټونو اچول کیږي.
د استازو ایوان کې د ډیمکریټک گوند مشر سټیني هوئر د پخواني صدرانو بل کلنټن، رچرډ نکسن او تیوډر روزویلټ مثالونه ورکړل او وې ویل چې دوې غوښتل امریکایان باید د صحت د خیرښیگړې معیاري او ارزان نظام وولري.
خو سټیني هوئر وویل چې براک اوبامه به یواځنی صدر وي چې د صحت په مد کې به اصلاحات راوستلی شي.
صدر براک اوبامه چا ته چې د خالي په ورځ کانگرس ته په تگ تود هرکلی وویلی شوووویل چې دریپبلیکن گوند سره او خپله د ډیموکریټک گوند دننه د یو کال د بحث ورسته اوس د عملي گامونو اخستلو وخت راغلی دی.
د لاسونو په پړکار کې هغه اویل چې دامریکې د پاره د صحت د اصلاحاتو مجوزه قانون د منظورۍ وخت راغلی دی او هغه یقین لري چې دا بل به د اتوار په ورځ منظور کړی شي.
د کانگرس دواړو ایوانونوسینیټ او هاوس اف ریپریزینټیټیوز یا د استازو ایوان د تیرکال په اخره کې د صحت د اصحلاتو بیل بیل قوانین منظور کړل. د هاوس اف ریپریزینیټیټیوز مشرانو د خالي په ورځ اویل چې دوي به د سینټ لخوا منظور کړی شوي بل باندې بیا ووټ اچونه کوي. ددې سره سره به دوي په ځنې مجوزه اصلاحاتو باندې هم راي اچوې.
صدرباراک اوبامه اویل چې که څه هم دا مجوزه قانون بې عیبه نه دی خو ددې ترمخه به ٣٢ میلینه امریکایان چې د صحت د بېمې اخستو وس نه لري هغوې به بیمې وولرلی شي، غیر سرکاري کمپنۍ به نشې کولی چې ماشومانو او د سختو ناروغو سره مخ خلک د بیمو نه محرومه کړي.
هغه اویل چې د ا د صحت د بیمې په مد کې د تاریخ سخت ترین اصلاحات دي او هدف يي دادی چې غیر سرکاري بیمې د عام کورنیو په گټه کار اوکړي.
براک اوبامه د صحت د خیر ښیگړې په مد کې اصلاحات د خپل حکومت وړمبۍ ترجیح گرځولې ده، او دارنگ يي  سیاسي خطرات هم اخستې دي. خو هغه وايي چې دا اصلاحات د شخصي گټې د پاره نه دي.
هغه د کانگرس په غړو غږ کړی چې اصلاحات دې باید د امریکې اولس په خاطرمنظورکړي.
د اختلاف ریپبلیکن گوند غړي اوس هم په کلکه د مجوزه قانون مخالفت کوي.
په انیټر نیټ او ریډیو د ریپبلیکن گوند لخوا هفته وار پیغام کې د استازو د ایوان د گوند مشر جان بینر اویل چې د هیواد په بیلا بیلو ښارونو کې خلکو د قانون خلاف مظاهرې کړې او اولس اوس هم اوچت غږ  وايي چې ددې قانون مخه دې اونیولی شي.
نظر پوښتنې ښايي چې د امریکې خلک د ډیموکریټک گوند لخوا وړاندې کړی شوې قانون د ډلې او مخالفت په وجه د سخت تقیسم ښکار دي. او د صحت د بیمې کمپنو دمجوزه قانون په هکله مطبوعات د منفي اشتهاراتو نه ډک کړې دي.
د خالي په ورځ د کانگرس د ودانۍ بهر په سلگونو خلکو د بل خلاف مظاهره اوکړه او د کانگرس په غړو يی غږ اوکړو چې ددوي د پاره دې کار اوکړي.
که د اتوار په ورځ په هاؤس اف ریپریزینټیټیوز کې قانون ته منظوري ورکړی شوه نو بیا به په دې په سینیټ کې دې ووټونه اچول کیږي.
په سینیټ کې اکثریتي مشرهیري ریډ ویلې چې دوي د اکثرو غړو ملاتړ ترلاسه کړی دی او مجوزه بل به په یو ښه قانون کې بدل کړی شي.