جنوبي افغانستان کې  ترسره شوي يو ځانمرگي بريد کې د يو ماشوم په گډون څلور کسان وژل شوي او 31  نور ژوبل شوي دي. په ژوبل شوؤ کسانو کې د بیا روغونې کارکې بوخت درې برتانوي وگړي هم شامل دي.  
د هلمند والي وياند داؤداحمدي وائي  په ژوبل شوؤ کې  ديوې امدادي ډلې درې غړي، دوه سړي او يوه ښځه هم شامله ده.
داؤد احمدي وويل  ځانمرگي د بارودو څخه ډک گاډى د زيارت په سحر هاغه مهال  وچادیدؤ کله چې  دلشکرگاه څخه  د نيټو ولایتي تعميراتي  ډله تيريدله.
وياند ووئيل په ظاهره داسې ښکاري  ځانمرگي  غوښتل د يو امدادي دفتر سره نزدې  ولاړ دنيټو پوځونو گاډي په نخښه کړي. د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د برید پړه منلې .