د پاکستاني وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني  وکيل اعتزاز احسن د زيارت په ورځ  وئيلي  چې صدر ته د اساسي قانون تر مخه استثنی حاصل ده او سویز چارواکو ته خط لېږل به هېڅ گټه ونه کړي.
اعتزاز احسن زیاته کړه چې د عدليې او انتظاميې ترمينځ  دمخ په زياتيدونکي  تاؤتريخوالي نه کومه دريمه  ډله  گټه اخستى شي.
د سپريم کورټ  دودانۍ څخه  بهر ميډيا سره خبرو کې  اعتزاز احسن  دوزيراعظم په اړه د سپريم کورټ په پريکړه وپوښتل " ولې  يواځې په  منتخب وزيراعظم دعدالت دسپکاوي لپاره فردجرم لگولى شي خو په کوم پوځي جنرال نه ؟ ".
له دې وړاندې سترې محکمې پخپله يوه پريکړه  وئيلي وؤ په وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني به په 13 فرورۍ فرد جرم لگولى شي.
اعتزاز احسن وويل د هغه موکل ته دفيصلې په ضد داپيل حق ترلاسه دى او دى به وزيراعظم ته هم ددغسې کولو مشوره ورکوي.
 خو هغه وويل چې  وزيراعظم دخپلې عهدې څخه يواځې  په ائيني ذريعو سره لرې کيدى شي، هغه ادعا وکړه چې که په گيلاني فرد جرم هم ولگول شي نو بيا هم دوزيراعظم په عهده پاتې کيدى شي. په عين حال کې  دسپريم کورټ په فيصله دبحث لپاره وزيراعظم يوسف رضا گيلاني  دائتلافي  گوندونو دمشرانو يوه دلوړې کچې غونډه راغوښتې.