د پاکستان په سویلي او کړکېچ ځپلی بلوچستان صوبې پولېس وایی د نامعلومه وسله والو په ډزو کې کې د جمعېت علماء اسلام نظریاتي ډلې یو ځائي مشر مولانا عبدالغني وژل شوې دی.
پولېس زیاتوي چې دا پېښه د مرکزي ښار کوئټه نه 125 کلومېټر شمال اړخ ته سرحدي ښارگوټي چمن کې د شورو په ماښام رامېنځته شوې.
د اطلاعاتو ترمخه د نامعلومه وسله والو په برید کې مولانا عبدالغني لمړی ژوبل شو او وروسته بیا هسپتال ته په لاره کې نوموړي ساه ورکړه.
د وژل شوي مشر برید پړه تر اوسه چا په سر نه دې اخستې.

