د بلوچستان په ډيره بگټي ضلع کې دزيارت په سحر د فرنټئير کور په يوه چوکۍ د وسله والو کسانو بريد کې شپږ عسکر وژل شوي دي.
دمقامي چارواکو ترمخه دسوئي تحصيل سيمه کې دايف سي په چوکۍ دمختلفو اړخونو څخه وسله والو په خودکاره وسلو سره ډزې پيل کړې، ددغه پيښې څخه وروستو سيمې ته اضافي عسکر هم رسيدلي او دايف سي ځواکونو سره په شريکه دمقامي انتظاميې په ملگرتيا په دغه بريد کې دککړو کسانو دتالاشۍ لپاره هپې کوي.
يو لوړپوړي امنيتي چارواکي ددغه پيښې په اړه يو بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې وويل بريدکوونکي سحر وختي راغلي وؤ او دچيک پوسټ څخه دگيرې اچولو وروستو يې ډزې پيل کړې، چوکۍ کې موجود شپږ واړه عسکر په موقع وژل شوي.
يو بل چارواکي ددغه پيښې پخلى وکړو او وې وئيل چې بريد کې خواؤشا دولسو کسانو لاس لرلو.
هغه وويل بريدکوونکي په موټر سائيکلو راغلي وؤ او دايف سي دعسکرو دوژلو وروستو يې ځان سره وسله وړې ده.
سوئي او دبلوچستان نورو سيمو کې هم له دې وړاندې بيلتون خوښو جنگيالو په نيمو پوځي ځواکونو فرنټئير کور يعنې ايف سي په چوکو او دهغوي په کاروانونو بريدونه کړي.

