د امريکا وتلې ورځپاڼې نيويارک ټائمز پخپل يو راپور کې وئيلي دي دپاکستان او امريکا ترمينځ دسټريټجک اړيکو بحالۍ لپاره هيله ده دامريکا يو لوړپوړى کمانډر جنرل جيمز ميټس په روانه مياشت کې دپاکستان سفر وکړي.
نيويارک ټائمز دنهې په ورځ داوباما انتظاميې دچارواکو په حواله پخپل يو راپور کې وئيلي دي چې دامريکائي پوځ د سنټرل کمانډ مشر جنرل جيمز ميټس دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل اشفاق پرويز کياني سره دنومبر په 26مه نيټه مومند ايجنسۍ کې دنيټو په فضائي بريد کې د24ؤ پاکستاني پوځيانو دوژنې په پلټنو هم خبرې اترې کوي.
د ورځپاڼې ترمخه هيله کيده جنرل ميټس به تيره اوونۍ د پاکستان سفر کړى وى خو د هغه دغه سفر د پاکستان پارليمان کې په پاک امريکا اړيکو دبحث له امله ځنډول شوى، جنرل جيمز ميټس به لمړى لوړپوړى امريکائي چارواکى وي چې دمومند ايجنسۍ په سلاله نومې امنيتي پوسته د بريد وروستو به دپاکستان سفر کوي.
دپاکستان او افغانستان لپاره دامريکائي جمهوررئيس براک اوباما ځانگړي استازي تيره مياشت غوښتل دپاکستان سفر کړي خو پاکستاني چارواکو په هاغه مهال وئيلي وؤ اوس مهال دپاکستان پارليمنټ دپاک امريکا اړيکو دبيا د سره جاج اخلي ځکه نو ددغه عمل پايې ته درسيدو وروستو به د ځانگړي استازي دغه سفر مناسب وي.

