د وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني په ضد دعدالت د سپکاوي تور کې د فرد جرم لگولو مقدمه کې دهغه وکيل اعتزاز احسن دشورو په ورځ سپريم کورټ کې "انټراکورټ" اپيل کړى او سترې محکمې د دغه اپيل د اورونې لپاره اتۀ کسيز لارجر بينچ جوړ کړى.
د دغه بينچ مشري به د پاکستان د سترې محکمې مشر قاضي افتخار محمدچوهدري کوي.
دشورو په ورځ سترې محکمې وئيلي دي چې دغه اپيل به دزيارت په ورځ اوريدلى شي، چې ورسره دوزيراعظم وکيل بيرسټر اعتزاز احسن اتفاق کړى.
دجسټس ناصرالملک په مشرۍ کې اووۀ کسيز بينچ په وزيراعظم په 13 فرورۍ دفردجرم لگولو لپاره هغه ته سپريم کورټ ته دوړاندې کيدو امر کړى ؤ.
اعتزاز احسن خبريالانو سره خبرو کې وويل هغه په اپيل کې د50ؤ څخه زياتې اعتراضي نکتې راولاړې کړي او دا خواست يې هم کړى داووۀ کسيز بينچ په دوهمه فرورۍ په جاري کړې حکمنامه دې عمل درامد وځنډول شي.
هغه وويل که چرې داپيل داورونې لپاره چيف جسټس افتخار محمدچوهدري په مشرۍ کې لارجر بينچ جوړ کړى شو نو په وړاندې به يې پيش کيږي او دليلونه به ورکوي.
سترې محکمې دوه کاله دمخه دملي روغې جوړې صدارتي حکمنامه يا اين ار او غيرقانوني گرځولې وه دصدر اصف علي زرداري پشمول ددغه قانون څخه دگټه اخستو زرگونو کسانو په ضد يې دبدعنوانۍدمقدمو بيا بحالولو امر کړى ؤ.
په عدالتي پريکړه کې حکومت ددې خبرې پابند کړل شوى ؤ چې دصدر اصف علي زرداري په ضد دې سوئيټرزلينډ کې جوړې دبدعنوانۍ مقدمو بيا پرانسو لپاره سوئس چارواکو ته خط وليکي.
خو حکومت دريځ لري چې دپاکستان ائين صدر ته په ديواني مقدمو کې استثنا ورکوي، ځکه يې دغسې نۀ دي کړي، ددې په ځواب کې عدالت وئيلي وؤ لمړى دې خط ليکل شوى او بيا دې داستثنا معامله راپورته کړل شوى وى.

