د پاکستان وزيراعظم  سيد يوسف رضا گيلاني  دشورو په ورځ ددفاع سکتر خالد نعيم لودهي دخپلې عهدې څخه گوښه کړى.
راپورونه وائي په پاکستان کې  دحکومت او پوځ ترمينځ  داړيکو تاؤژنيدو څخه وروستو دشورو په ورځ  دپاکستان پوځ په وضعيت دغور کولو دپاره دپوځي مشرانو يا کورکمانډرانو بيړنۍ غونډه هم رابللې ده، چې پکې دځينومهمو پريکړو امکان ښودل کيږي.
وزيراعظم يوسف رضا گيلاني  ددفاع دسکتر خالد نعيم لودهي  د نوکرۍ تړون ختم کړى او  نرگس سيټهي ته يې  ددفاع دسکتر اضافي  ذمه واري سپارلې.
 دوزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني  ددفتر څخه جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي  لودهي دهاغه بدې  رويې  او غيرقانوني عمل له امله فارغ کړل شوى چې په نتيجه کې يې  درياستي ادارو ترمينځ غلط فهمي رامينځته کيده.
  په ليفټننټ جنرل ريټائرډ خالد نعيم لودهي تور لگول شوى ؤ چې هغه  سپريم کورټ کې   دميمو کيس  په اړه  دپوځ دسرلښکر جنرل اشفاق پرويز کياني او ډي جي ائي ايس ائي  احمدشجاع پاشا کوم بيانونه جمع کړي وؤ، دغه يو غيرقانوني گام ؤ  چې  له امله يې دادارو ترمينځ غلط فهمۍ  پيدا شوې.
وئيل کيږي  دپاکستان ددفاع سکتر ښاغلي نعيم  چې پخپله هم  دپاکستان دپوځ يو لوړپوړى جنرال پاتې شوى ؤ، دپاکستاني پوځ سره يې غوره اړيکې لرلې  او هغه پخپلو کارونو کې ددفاع دوزير څخه زيات اختيارمن گڼل کيدو.
په عين حال کې  دپاکستان  پوځ خبردارى ورکړى دى چې  وزيراعظم  دپوځ په مشرانو دائين څخه دسرغړونې کوم تور لگولى دهغې  سختې نتيجې  رابرڅيره کيدى شي.
په پاکستان کې د سترې محکمۍ ، پوځ او حکومت ترمېنځ روان کړکېچ  په اړه تاسو د ډیوه ریډیو همکار رحمان بونېري رپورټ اوریدې شۍ.